سامسنګ هند کې د نړۍ تر ټولو ستر شرکت پرانیست

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د نړۍ تر ټولو ستر بریښنايي شرکت سامسنګ په هندوستان هېواد کې خپل نوی ستر شرکت پرانیست.

د سویلي کوریا مبایلونو مشهورې کمپنۍ سامسنګ د هند په مشهور ښار نویډا کې  د خپلو تولیداتو زیات صادرولو لپاره نوي شرکت پرانیسته وکړه.

سامسنګ شرکت چې د بریښنایي توکو نړیوال ګرم بازار لري، غواړي پخپلو تولیداتو صادرولو کې زیاتوالی راولي، ددې لپاره یې په هند هېواد کې ځانګړی شرکت پرانیست.

هند هېواد د ټکنالوژۍ په دنیا کې ستر پرمختګ کړی، او د سامسنګ ځیرک مبایلونو ترڅنګ نور بریښنايي توکي هم په کې په پراخه کچه استعمالیږي.

ددغه شرکت پرانیسته د هند لومړي وزیر نریندر مودي د سامسنګ شرکت چارواکو سره په ګډه وکړه، چې دده په وینا دا به د سامسنګ شرکت او هند لپاره په بریښنايي توکو کې لوی پرمختګ وي.

د سامسنګ په وینا دغه شرکت چې ۳۵ جریبه ځمکه ځای ورکړل شوی، به په کال کې ۱۲۰ ملیونه مبایلونه تولید کړي، او ترڅنګ به یې نور بریښنايي توکي لکه تلویزون یخچال او داسې نور تولیدات هم ولري.

دغه شرکت غواړي د نورو شرکتونو څخه په تولیداتو کې وړاندې شي، ځکه یې تېرو څو کالونو کې پخپلو تولیداتو کې زیاتوالی راوستی دی، او همدا ډول غواړي د نړۍ په شاوخوا کې خپل شرکتونه نور هم پراخ کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه شرکت تر دې دمه د کوریا، امریکا او برازیل په څېر پرمختللي هېوادونو کې پراخه بازار لري، خو دوی غواړي په ټيټو هېوادونو کې هم خپل تولیدات پراخه کړي.