fbpx
قيام الدين کشالف، د علماوو د سرتاسرې شوار مشر

کشاف اته غوښتنې وکړې خو دبهرني عامل په اړه یی چوپتیا غوره کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن د سعودي په جدې ښار کې د افغانستان په غوښتنه د اسلامي همکاریو سازمان د علماو یوه غونډه رابللې وه چې په کښي د مولوي قیام الدین کشاف په مشري د افغانستان پلاوي هم ګډون کړی دی.

نوموړي کانفرانس ته د نورو علماو په استازیتوب غونډي ته د وینا پر مهال د روسیې پر ضد جهاد او دوه ملیونه شهیدانو ته اشاره وکړه او د سعودي حکومت څخه یې مننه وکړه چې هغه مهال یې د افغانستان ملاتړ کړی وو، خو د تیرو اولسو کلونو جګړه یې یوه ناروا او تپل شوې جګړه وبلله.

نوموړي په خپلې وینا کې وویل چې نن په افغانستان کې هیڅ څوک په امن نه دي، مسجدونه، مدرسو، ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو او عامه ځایونو کې مو چاودنې کیږي.

د کشاف په وینا کې هغه د جګړې بهرني عامل (یرغل) ته هیڅ اشاره ونه لیدل شوه او نه یې هم د هغو غوښتنو برخه وګرځوله چې د اسلامي همکارۍ سازمان، سعودي او علماو څخه یې وکړه.

د وینا په هغه متن کې چې د سولې عالي شورا پر ویب پاڼه خپور شوی، د نوموړي د کانفرانس د ګډونوالو څخه لاندي غوښتني وکړې:

لومړی: دا کنفرانس بايد له دواړو خواوو څخه د اوربند دپلي کېدو او دمستقيمو مذاکراتو دپېل غوښتنه وکړي.
دوهم: په دې کنفرانس کې له ګډون کوونکو علماوو څخه بايد يو هئيت تعین شي چې د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
دريم: داسلامي همکاريو سازمان څخه غوښتنه لرو چې دافغانستان د سولې او ثبات لپاره د غړيو هېوادونو يوه سرمشريزه را وغواړي.
څلورم: دسعودي پاچا عاليقدر سلمان بن عبدالعزيز او د سعودي عربستان له حکومت څخه هيله کوو چې سولې دمذاکراتو لپاره دې طالبان حرمينو ته دعوت کړي.
پنځم: د اسلامي همکاريو سازمان څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې هم د اسلامي نړۍ د علماوو يوه ځانګړې غونډه را وبلي.
شپږم: مونږ غواړو چې د افغانستان روان جنګ په اړه علماء او د اسلامي همکاريو سازمان خپل موقف واضح او روښانه کړي.
اووم: مونږ علماء مکلفيت لرو چې د عالم اسلام په کچه دتشدد، عامه وژنې، افراطيت، انفجار او انتحار په اړه خپل موقف په واضح ډول څرګند کړو.

اتم: د همدې مبارکې غونډې له ټولو ګډونوالو هيله کوو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د علماوو د پرېکړو او اقداماتو څخه ملاتړ وکړي.

د مولوي قیام الدین کشاف د وینا بشپړ متن د لاندي ادرس څخه تر لاسه کیدای شي:

http://hpc.org.af/dari/images/Media/PdfFiles/Script-of-Kashaf-Speech-to-OIC-Ulema.pdf

avatar
3 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اصلزی
میلمه
اصلزی

نو دا خو واضح خبره ده چی، دوی به د امریکایانو نوم په خله نه راوڑی، دوی خو ایما خرس کڑی، اما لدی سخه ھم باید انکار ونشی چی د طالبانو مشرانو ھم خپل ### مکمل له لاسه ورکڑی زکه، ولی دوی په داسو غونڈو کی کڈون نکوی، ولی امریکایانو خلاف خپل آواز په داسی زایونو کی نه اوچتوی، ڈار یی له سه سخه دی، آیا که طالبان خرس نوی او اجیر نه وی، د داسی غونڈو ابتکار باید د دوی سره وی، اما برعکس چی دوی ته بلنه ورکڑه شی زانونه پٹ کڑی، ولی زانونه پٹوی!!!!!!!

ځدران
میلمه
ځدران

اصلزی صاحب ، ستا له تبصری داسی احساسوم چه ډیر ساده او ښه عفیده مند شخصیت یاست مګر د حالاتو په اړه مو کم معلومات تر لاسه کړی او لا مو په ارزونه تجدید نظر ته اړه ده . دا غوندی نه دی دا دسولی هڅی نه دی دا تبلیغاتی او میدیاوی جنګ دی چه هیواد کی جهاد نفی او حنګ غیر مشروع کړی چه له امله به دکابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره به په رسمیت او طالبان به اشرار وپیژندل شی . دغه غوندی د امریکا په پلان او طرحه رابلل شوی یعنی ټولو ته خوانچی ورکړی… نور لوستل »

اصلزی
میلمه
اصلزی

زما ڈیر هوشیار زیرک زدران صیب، په حقائقو به سترگی سره نه پٹوو، لکه سنگه چی کشاف صیب د امریکایانو پر حضور او اشغال سترگی پٹی کڑی دی، ھمداسی تا ھم د طالبانو پر ظلم جنایات او د پردیو غلامی سترگی پٹی دی، کشاف ھم غلام دی ته هم غلام یی، اما فرق په دی کی دی چی دوی په ڈیرہ سپینسترگی راوزی په میدان خپله خبر ھم کوی او طالب بیا یو سه د شرم احصاص کوی هر سه وایی او کوی یی خو، خپل مبارک مخ یی په پڑونی کی ٹینگ پیچلی، په یوه سترگه لار گوری، دا… نور لوستل »

سوله ،اوربند
میلمه
سوله ،اوربند

ځدران صاحب،ته به کله قربانی ورکوی؟د نورو قربانی ته سترګی مه نیسه،میدان ته راوادانګه،دا ډجال ښار (لندن)پریږده راشه ته د کشاف،او یا سیاف په شان افغانستان کی واړوه بیا تبصره کوه.ته او خدای ج قضاوت ستا په لاس ته د مکه مکرمی علما باندی نیوکی کوی؟په کوم لیاقت ؟په کوم دلیل؟په کوم دین؟مکه می قبله ده ،رسول الله همالته دنیا ته راغلی،او همالته په پیغمبری مبعوث شوی ،او د مکی امام د جرګی مشری هم کوی،ته د لندن د دجال ښار څخه په خوسا خوله نعری وهی چه نه یی منم؟ته به زما مکه المکرمه منی البته که چیری ځان… نور لوستل »

ُHaibatullah
میلمه
ُHaibatullah

ځدران صاحب
تاسو په ### هم نه پویږی تکړه شی افغانان وژنی او فقر او غربت او افغانیستان تباه او برباد کړی
که چیری تاسو رضاء الهی وی نو الله به په تاسو هم ۵ کالو ا### حکومت دوره کی خپل رحمت باران کړی
د لاهور د ### مفتیان یاست تاسو

اصلزی
میلمه
اصلزی

زما محترمه زردون صیب، اصل طالبان دا جرات نلری چی داسی غونڈو کی گڈون وکڑی، ملک خو د دوی اشغال دی نو پکار وه چی په دا 17 کاله کی چیری 3 د بین میلل په صطحه غونڈی جوڑی وی، 37 ملکو سره جنگ کوی شی او 37 عالمان له 37 اسلامی ملکو سخه پر زان نشی راٹولوی، دا ولی؟ زکه دا اختیار ب## ترینه اخیستی. دا خلک د پاکستان سخه دومره ویره لری، چی په پاکستان کی په یوه عادی پٹک ھم ور برابریژی نو 16 واری آیت الکرسی پر زان چف کوی، چی سنگه یو سپائی د پاکستان… نور لوستل »

شهاب
میلمه
شهاب

همدغه ایاتونه دی تاسو ووهی. په کومو سترګو تاسو مونږ ته دا توصیه کوۍ. ای د ابوجهل ځامنو! تاسو خپل ګاونډ کی په مظلومو یمنیانو څه نکوۍ. ای د ابولهب لمسیانو! تاسو حیاء لرۍ! تاسو په یمن کې مکمل ودونه او جنازی بمبار نکړی? ای درباریانو! ای منافقو عربانو! تاسو خو زمونږ لپاره هلته مړه شوۍ چې په مصر کې مو د یو حافظ القران انتخابې دولت د یو سیکولر جنرال په لاس وران کړ, د مظلمو فلسطینیانو سره کفری نړۍ د انسانې عاطفی او وجدان له امله ودریدل مګر تاسو ویل له اسرایلو سره مشکل نه لرو.د اسرایلو په… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

زه سخته آرزو لرم چه زما مظلوم ملت د رښتینی سولی او سوکالۍ سره غاړه په غاړه شی.
تر پورته درنې آرزو وروسته می آرزو داده چه پوه شم چه دا کشاف خاندی که ژاړی؟
د ګُره زوی د شلومبو مربا غوندی خپله خوله نسی ټولولای. البته دا بې ادبی می هغه وخت موجه ده چه پوه سم چه دا کشاف همهغه د شوروی د لاس پوڅی رژیم مُفتی وی، که می اشتباه کړې وی له ده او مُریدانو نه ئې بخښنه غواړم.