سعودي کې روانه غونډه او واقعيتونه

عطاءالله مبارز

ټاکل شوې چې نن سې شنبه او سباچهارشنبه د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغان بحران د حل په هدف يوه غونډه جوړه شي، چې د نژدې ۳۷ اسلامي هیوادونو ځینې دیني عالمان اومذهبي سکالران په کې ګډون کوي.

که څه هم په ښکاره د غونډي اجنډا د افغانستان د روانې غمیزې لپاره د سياسي حل موندل په ګوته شوي، خو د تېر په څېر به يې ګډونوال د۵۶اشغالګرو ملکونو په خلاف د مشروع مقاومت(جهاد)له سرلاري د افغانستان اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د اشغالګرو په شتون کې له مبارزې لاس واخلي.

خو راځئ لږ واقعیت ته سر ورښکاره کړو او افغان بحران د عقل او انصاف له ليدلوري وګورو، د اشغال په وړانډې مقاومت کوونکي ملت په کوم بهرني هيواد يرغل نه دی کړی، د کوم هيواد په بې دفاع ولس يې ناترسه او ړوند بمبارد نه دی کړی ، د کوم هيوا وګړي یې په سپیو نه دي داړلي او نه يې هم د چا عزت او ناموس لوټلی.

د دې برعکس اشغالګرو د افغانانو په هيواد يرغل کړی، مشروع نظام يې له منځه وړی، په زرګونو افغانان يې شهيدان کړي، په کورونو يې چاپې وهلي، ماشومان، ميرمنې او سپين ږيري يې شهیدان کړي، ځورولی او بې عزته کړي دي.

نو بیا ولې د اسلامي هيوادونو یاد عالمان له طالبانو د جګړې بس کولو غوښتنې کوي؟
ولې مشروع مقاومت په ترهګرۍ او ارهاب تعبيروي؟
ولې له صلیبی اتحاد سره د اسلامي هيوادونو په اشغال کې مرسته کوي؟
ولې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو لخوا د افغانستان په مظلوم اومسلمان اولس په روانو وحشتونو سترګې پټوي؟

که رښتیا هم یاد ديني عالمان د افغان غمیزې د حل هوډ لري؛ نو بيا ولې اشغالګر نه محکوموي؟
ولې يې له لوري روان ظلمونه او وحشتونه، نه غندي؟
همدا د دوی اصلي مسؤليت دی، چې له اسلام، مسلمانانو، اسلامي خاورې او دیني ارزښتونو څخه دفاع وکړي، نه دا چې په له منځه وړلو کې يې له کافرانو سره مرسته وکړي.

واقعیت دا دی چې دا ډول کېدونکې
غونډې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال نېکولسن د هغې فارمولې د تطبيق هڅې دي، چې غواړي له دیني لارې د افغان ملت مشروع مقاومت تر سوال لاندې راولي.

د دې ډول غونډو هدف دا دی چې په طالبانو فشار راوستل شي،
او د یوې معاملی له لارې دکابل د اجیرحکومت سره هوکړې ته ورسیږي او د اشغالګرو په شتون کې ټوپک په ځمکه کیږدي، له دې مخکی په اندونیزیا، اوکابل کې هم داقسم مرموزې غونډې جوړې شوی وې، خو په دې ډول غونډو هيڅکله د افغان ملت مشروع مقاومت نشي کمزوری کېدای او نه به هم د دې فشارونو په نتيجه کې یوه داسې معامله وکړي، چې ازادي او اسلامي ارزښتونو ته پکې زيان ورسيږي.

د یو خپلواک او ازاد افغانستان په هيله!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د