د امريکا دخارجه چارو وزيري هيلري کلينټن منلي چې دامريکا او پاکستان ترمنځ تعلقات له مشکلاتو سره مخ دي، نوموړي وويل چې دواړو ملکونو ته په کارده چې داختلافاتو په لري کلوکي په ګډه کار وکړي.
په نيويارک کي داسيا سوسايټي په مجلس کي دويناپه مهال هيلري کلينټن وويل چې په افغانستان کي دطالبانو او القاعدې په خلاف جنګ کي دکاميابي له پاره دپاکستان مرسته خورا اړينه ده.
نوموړي دريمنډ ډيوس له يادوني پرته وويل چې تاخير ددواړو خوا وو د بې اعتمادي باعث کېږي.
دواړه ملکونه بايدله هوښياري څخه په کاراخستلودغلط فهميواواختلافاتودلري کولوله پاره په ګډه کاروکړي ترڅوله تېرودووکلونوراپه دې خواجاري پرمنختګ له ودرېدوراوګرځوي.
دغه مسايل به دناروانفرت اچونکي امريکايي مخالفت حل نه کړای شي.
هيلري کلينټن تاکيد وکړچې پاکستان ضامن دی چې داخبره يقيني کړي چې افغاني طالبان دپاکستان له سرحدي علاقو څخه دامريکا په وړاندي مزحمت جاري ونه ساتي.