ډیویلیئرز یو ځل بیا کرېکت ته د راستنېدو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د نړیوال کرېکټ نامتو او مشهور ستوري ای بي ډیویلیئرز اعلان وکړ چې مینوال به یې یو ځل بیا د کرېکټ په میدان کې له اسمان څکو شپږیزو سره وویني.

د سویلي افریقا لوبډلې تکړه او چټک توپوهونکي له نړیوال کرېکټ څخه له استعفا وروسته نن د سه شنبې په ورځ یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې په هند (IPL) او نورو تجارتي لیګونو کې به د څو کلونو لپاره ولوبیږي.

ای بي ډیویلیئرز د روان کال په سر کې له آی پي ایل سیالیو وروسته په ناڅاپي ډول له هر ډول نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه، چې وروسته یو شمېر پوښتنې رامنځته شوې چې ایا ډیویلیئرز به په تجارتي لیګونو کې شرکت وکړي که نه.

نوموړي پخپل پخواني پیغام کې ښکاره کړې وه چې نور له کرېکټه ستړی دی، او زیاته کړې یې وه چې له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه یې په تجارتي لیګونو کې د پيسو ګټلو په موخه نه ده کړې بلکې نور له کرېکټه ستړی شوی دی.

له دې پيغام څخه داسې بریښیده چې نوموړي له هر ډول لوبې سره مخه ښه وکړه، خو خوشبختانه هغه به یو ځل بیا په تجارتي لیګونو کې راڅرګند شي، او د څو نورو کالونو لپاره به د مینوالو زړونه خړوب کړي.

ډیویلیئرز په توپوهنه کې ځانګړی سټایل او ځانګړې شپږیزې وهي، چې په ملیونونو مینوال یې یوازې د همده لپاره لوبه ګوري، نوموړی د چټکې پنځوسیزې، چټکې سلیزې او چټکې ۱۵۰ منډو جوړولو نړیوال ریکارډ هم پخپل نوم لري.

د یادونې وړ ده چې په مسټر ۳۶۰ شهرت لرونکي د خپلې لوبډلې لپاره ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ او ۷۸  شل اوریزو سیالۍ ترسره کړي، چې په هر فارمیټ کې یو شمېر ریکارډونه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د