fbpx

په سعودي عربستان کې د را ټولو شویو علماء کرامو د پام وړ!

شاهد (غزنیوال)

قال الله عزوجل : انَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ (فاطر:28)

د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان په اړه راغوند شویو علماء کرامو!

تاسو پوهیږي چې اسلامي افغانستان له تیرو 17 کلونو راهیسې د محاربو امریکایانو او د هغوی د جنګي ایتلافیانو (ناټو) تر اشغال لاندي دی.

یرغلګرو امریکایانو د اشغال په دې کرغیړنه موده کې پر افغان ولس د زیاتو مظالمو په تر سره کولو سر بیره یو لړ داسې جنایات هم تر سره کړي چې هغه یواځې پر افغانانو نه ؛ بلکې په مجموع کې د اسلامي امت او د نړۍ د یو ملیارد مسلمانانو په مقدساتو او دیني ارزښتونو ښکاره تیری بلل کیږي چې هغه عبارت دي له :

په 25‏/02‏/ 2012 یرغلګرو امریکایانو په افغانستان کې تر ټولو سترې امریکايي اډې کې د محبوسو افغانانو د ځورونې په خاطر د مسلمانانو تر ټولو مقدس آسماني کتاب د هغه د سپکاوي په غرض په ښکاره او عمدي ډول په کثافت دانیو کې وغور ځاوه چې همالته بیوسه خو غیرتي محبوسو افغانانو د غذايي اعتصاب په تر سره کولو او له محبس نه بهر د هیواد په هرکلي او ښار کې ټول افغان ولس د اشغالګرو د دغه جنایت په خلاف خپل غبرګون ښکاره کړ او د اسلامي نړۍ پر ټولو دیني مراجعو، اسلامي شخصیتونو او اسلامي کانفرانس باندې غږ وکړ چې د اسلامي مقدساتو په وړاندې د امریکایانو د دغه ډول ګستاخانه کړنو او وحشتونو په وړاندې د عملي غبرګون په ښودلو سره خپله شرعي او اخلاقي وجیبه پوره کړي.

دوهم ځل په 4‏/9/2017 یرغلګرو امریکایانو له هوا څخه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې داسې توهین امیزه اشتهارات وغورځول چې په هغو کې یې د اسلام تر ټولو مقدسې د توحید کلیمې ته سخت توهین کړی و او هغه په دې ډول چې د لا اله الا الله محمدرسول الله مقدس توري یې د سپي پر جسد رسم کړي وو.

امریکايي اشغالګرو دا کار یواځې د طالبانو خلاف نه ؛ بلکې د ټول اسلامي امت د احساساتو ځپلو په خاطر وکړ ، ځکه د توحید کلمه یواځې د طالبانو کلمه نه ؛ بلکې د نړۍ د مسلمانو مشترکه کلمه او هغوي ټولو ته دیني تقدس لري.

دریم ځل په 2/ 4/ 2018 د افغانستان په یوه کلیواله سیمې کندوز ولایت کې د دیني مدرسې د قرآن کریم د حفظ د فراغت په یوې مذهبې غونډې باندې په بمبار کولو سره یې تر 170 زیات د قرآن کریم معصوم حافظان شهیدان او تر 250 ډیر نور ژوبل کړل.

چې د دغې مدرسې بمبارول او په هغو کې د سلګونو حافظانو شهادت او ژوبلول په سیمې کې د نړیوالو تلویزوني شبکو خبریالانو په خپلو سترګو ولیدل او د خپلو شبکو پر مخ یې ټولې نړۍ ته د حافظانو سوځیدلې جسدونه او د هغوی د زخمیانو معصومې څیرې هم ور ولیدلې.

درنو علماء کرامو !

قران کریم او د توحید مقدسه کلمه یواځې د افغان طالبانو نه ، بلکې د نړۍ د یو ملیارد مسلمانانو مقدس کتاب او تر ټولو مقدسه مؤمن به کلمه ده چې له هغو څخه دفاع د ټول اسلامي امت دیني او اخلاقي فریضه او په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د غو مقدساتو ته توهین په حقیقت کې د ټول اسلامي امت مقدساتو او مؤمن به ته توهین دی .

دهمدغو مقدساتو دفاع تر بل هرچا وړاندې ستاسي علماوو دیني او مذهبي مسؤلیت دی چې افغان ولس هم په دې اړه خپل عرض او شکایت تر بل هرچا وړاندې په نړي کې د اسلامي علماوو نړیول سازمان (الإتحاد العالمي لعلماء المسلمين) او اسلامي كانفرانس ته ورساوه چې د یاد اتحاد له لوري ورباندې یو ډیر مثبت غیرګون هم راغی او په رسمي صادر کړل شوي بیان کې یې د امریکایانو او د هغوی د ملاتړو دغه تر سره کړی جنایت په ډیرو کلکو تورو تقبیح کړ.

د جدي د علماء کرامو د غونډې درنو برخوالو !

مونږ غواړو له دې فرصت نه په استفادې سره د مشت نمونه يي خروار په ډول په افغانستان کې له امریکايي اشغال نه د را زیږیدلو مشکلاتو په اړه تاسو ته څو عیني واقعیتونه مخې ته کیږدي.

درنو علماوو:

اشغالګرو امریکایانو افغانستان د لاندې دریو اهدافو د عملي کولو په پلمه اشغال کړ:

1ـ په افغانستان کې د امنیت ټینګول.

2ـ د دوي په اند قانوني حکومت جوړول.

3ـ د نشه یې توکو له منځه وړل.

خو درنو علماوو تاسو په فغانستان کې د موجودو عیني واقعیتونو له مخې وګورئ چې اشغالګرو امریکایانو په تیرو 17 کلونو کې د دغو مصنوعي اهدافو په عملي کولو کې څومره کار کړی دی ؟

لومړی د امنیت په برخه کې:

په 2001 م کال کې چې کله د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د صلیبي جګړې په اعلانولو پر افغانستان یرغل کاوه د یرغل د تبریر لپاره یې دلته یواځې د طالبانو او القاعده شتون او د هغوی له منځه وړل پلمه کول.

خو دلته تر 17 کلونو اشغال ، وحشت او جګړې وروسته د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د جګړې په لا پراخوالي او 22 جنګي ډولو پر موجودیت اعتراف وکړ ، نا امنې او جګړې دې حد ته ورسیدې چې خپله په وسلو مجهز امریکایان د کابل په زړه د امریکا په سفارت کې ځان خوندي نه ګڼي او له سفارته د کابل هوايي ډګر پوري په پوځي څرخکو کې تګ راتګ کوي.

لا قانونیت او په نړیواله کچه فاسد ترین نظام:

د امریکايي اشغالګرو د اشغال دوهمه پلمه دلته په اصطلاح د یوه قانوني حکومت رامنځته کول و، په دې برخه کې هم تر 17 کلنې امریکايي جګړې وروسته په افغانستان کې داسې یو نظام حاکم شو چې په اداري، قانوني، پوځي او سیاسي برخو کې لاندې ریکارډونه لري:

په اداري او مالي فساد کې په نړیواله کچه لومړی مقام.

د بشري حقونو په نقضولو کې په نړیواله کچه لومړی مقام

د ځمکو په غصب او نړیوالو مرستو په غلاکولو کې په نړیواله کچه لومړی مقام.

د اخلاقي فساد په ترویج او په افغاني مسلمانې ټولنې کې د ایډز او نورو مهلکو ناروغیو په خپراوی کې نړیوال ریکارډ.

د امریکايي یرغل په پایله کې د منځته راغلی فاسد رژیم ژوندۍ بیلګه د افغانستان هغه دوه سری فاسد نظام دی چې د حکومت جوړولو په مروجه قوانینو کې یې د نړۍ په هیڅ ګوټ کې ساری نه لیدل کیږي.

هغه نظام چې مرستیال ولس مشر یې په یوه 60 کلن بوډا باندې د جنسي تیري په تور اوس هم د عدلي او قضايي مراجعو تر تعقیب لاندې دی.

د مخدره توکو تولید او پراختیا:

د امریکايي یرغلګرو د یرغل دریم دلیل په افغانستان کې د نشه يي توکو مخنیوی او له منځه وړل و، خو درنو علماء کرامو راځئ وګورو چې تر 17 کلنې جګړې وروسته اوس په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید کچه کوم حد ته لوړه شوې؟

له نشه يي توکوسره د ملګرو ملتونو د مبارزې سازمان (UNODC) د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس په افغانستان باندې تر امریکايي یرغل وړاندې په ټول افغانستان کې یواځې پر 185 هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل کیدل او د افغانانو په منځ کې پر هیرویینو د اعتیاد کچه بلکل د نشت په حساب وه.

خو پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته د کوکنارو د کرل شوي ځمکې مساحت له 185 هکتاره څخه 328زره هکتاره ځمکې ته لوړ او تر 17 کلن اشغال وروسته اوس په افغانستان کې د معتادینو شمیر دری نیم ملیونو ته رسیدلی دی.

د 2017م کال د دسمبر د میاشتې په 21 نیټه د ملګرو ملتونو له نشه یې توکو سره د مبارزې سازمان راپور ورکړ چې په 2017 کال کې د نشه یي توکو تولید 87 سلنه او کښت یې 63 سلنه لوړ شوی دی چې له مخې یې د تولید شویو نشه يي توکو پیمانه 9000 میټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

درنو علماء کرامو!

پورتني ارقام په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو د اشغال هغه مفاسد دي چې خپله دوي ورباندې اعتراف لري او په خپلو مشهورو ورځپاڼو اورسنیو کې یې ورباندې تفصیلي رپوټونه لیکلي دي چې د مشت نمونه یې خروار په توګه له هغوی څخه یې څوبیلګې تاسو ته د وضعیت د لا وضاحت په خاطر راوړل شول.

قدرمنو علماء کرامو !

افغان مسلمان ولس چې د یرغلګرو په مقابل کې څه کړي او یايي کوي هغه فقط او فقط د محارب تیري کوونکي د تجازوز مخنیوی او له خپلو مقدساتو ، خپل هیواد او خپل ولس څخه مشروع دفاع ده.

ځکه چې افغانستان په ظلم او تجاوز سره د اشغالګرو لخوا اشغال شوی دی، افغانان په ظلم سره وژل شوي ، ژوبل شوي، اسیران شوي او له خپله هیواده ډیر لیري ګونتنامو ته لیږل شوي دي.

افغان ولس چې د اشغالګرو په مقابل کې څه کړي هغه د قرآن کریم د قاطع الدلالته صریح نص فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ}.. [البقرة : 194] نبوي احادیثو او د مذاهب اربعه د فقهاوو د اقوالو له مخې له خپل ځان ، عرض او مقدساتو څخه مشروع دفاع ده.

درنو علماء کرمو !

هغه اساسي حقیقت چې لتاسو سره یې شریک کول اړین دی هغه دا چې په افغانستان کې د یرغلګرو په وړاندې روان مقاومت په ۲۰۰۱ کال کې د جورج ډبلیوبوش د هغې صلیبې حملې په مقابل کې پیل شوي چې ټولې نړۍ ته یې په ښکاره کرښه را کاږله چې په دې صلیبي جګړې کې به یا د دوئ ( امریکایانو) ترڅنګ او یا هم د دوئ د مخالفینو ترڅنګ دریږئ !

اشغالګرو امریکایانو د خپلې دغې صلیبي حملې په ترڅ کې یو داسې فاسد، مزدور او بیوکه رژیم پر افغانانو تپلی چې له فساد، ګوډاګیتوب او نا اهلي څخه یې دوی خپله هم په شکایت دي.

دا مزدور رژیم د هغه اشرف غني او عبدالله لخوا په جلا جلا ډول رهبري کیږي چې ټول فکري او سیاسي تعلق یې له تیري کوونکو امریکایانو سره دی.

د دوي ټول تعهد او ژمنتوب امریکايي مصالحو ته دی او د یرغلګرو امریکایانو لخوا چې د اسلام او قرآن په اړه هرڅومره توهین شوی ، دوی هغه ورسره تائید کړی او په مقابل کې یې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

هغوی دواړه په بي ننګي کې هغه حد ته رسیدلي چې حتی کوم جنایات چې امریکايان د افغانانو په وړاندې کوي هغه هم تر ډیره حده دوي پر خپل ځان مني.

امریکایان نن خپل ټول جنایات د دې فاسد او نا مشروع حکومت تر سیوري لاندې کوي چې وړمه ورځ یې په خوست او لوګر کې د امریکايي ځناورو په لاس د لسګونو ولسي خلګو مظلومانه شهادت او پر دې جنایت د کابل د رژیم سکوت يي یوه ژوندۍ بیلګه ده.

افغان ولس چې نن په افغانستان کې د محاربو امریکایانو او د هغوي د همدي اسلام دښمنه مزدورانو خلاف مقاومت کوي هغه د خپلو مجاهدو علماوو په دستور یواځي د اشغالګرو د مظالمو د دفع کولو په خاطر دي او د تجاوز په مقابل کې له ځان ، ناموس او مقدساتو څخه دفاع کول پر اسلامي شریعت سر بیره په نورو اسماني ادیانو او وضعي قواننیو کې هم د مُعتدی بِهِ ( مظلوم) شرعي او اخلاقي حق او مسؤلیت دی.

نو د جدي دغونډې درنو برخوالو علماوو !

لتاسو څخه د مسلمانانو د مذهبي پیشوایانو په حیث د مسلمانو افغانانو دا توقع ده چې تاسو به د اشغالګرو امریکایانو له اشغال څخه د یوه مسلمان اشغال شوي هیواد په خلاصون کې مرسته وکړئ ، د اسلامي ارشاداتو او دغه نبوي مبارک حدیث (عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا, أَخْبَرَهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ((الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ, لَا يَظْلِمُهُ, وَلَا يُسْلِمُهُ, وَمَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ, كَانَ اللَّهُ فِي حَاجَتِهِ, وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً, فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ, وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا, سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ)). [أخرجه البخاري ومسلم في صحيحهما) مطابق به په خپلو کړو او په خپلو ویلو او په خپلو حکم کولو کې داسې پریکړې وکړئ چې هغه د ًقران کریم ، نبوي احادیثو او مذاهب اربعه و د اقوالو مقتضی وي.

افغانان او په مجموع کې ټول اسلامي امت به د کفري متجاوزینو په اړه ستاسي د شرعي او تاریخي فیصلو او پریکړو په هیله دي.

یقول الله عزوجل :

وقل اعملوا فسیری الله عملکم ورسوله والمؤمنون ..

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اصلزی
میلمه
اصلزی

غزنیوال صیب، که سه ھم چی له طالبانو لخوا کوم جنایات او ظلمونه شوی هغی تمو هیس اشاره نده کڑی، بلخصوص په پشتنو باندی، خو بیاهم لیکنه دی د توجو وڑ ده، لاکن یوه یادونه ضرور ده چی که ستا دا خبری له طالبانو لخوا په یاد کنفرانس مخکی شوی وی نو ھم به یی کپل مسولیت ادا کڑی وی او ھم به یی د غونڈی په فیصلو اغیز وی، دا چی وس دا جرات طالبانو له لاسه ورکڑی چی په داسی زایو کی گڈون وکڑی هسی دی خپل وخت ضائع کڑی پر دا دومره پرپڑه چی تا لیکلی، هغه… نور لوستل »

محمود
میلمه
محمود

اصلزی جانه ستا له املا انشا او ګډو وډو ستاسی استعداد او لا لیدلوری معلومیږی ، طالبان ستاسی له ارزونو دیر پورته دی ستابادارانو په رسمیت پيزندلی له هغوی پوشتنه وکړه چه ستونزه دی حل شی طالبان په دغه زنانوی او فاحشه خانو کی د انچړاګانو سره نه کینی هغوی د سنګر او ډګر خلک دی ستا بادار امریکا په مشری ټول نړیوال کفر ته یی دسر په کوپړیو کی اوبه ورکړی .
خدای خبر چه تاسی انګریزی او که افغانی ژباړن یاست ، دا هم درباندی دیره ده چه حه مو لیکلی