د جدې غونډه او هیلي

واحد فقیري

د سعودي عربستان د جدې په ښار کي د جولای پر ۱۰ د افغانستان د سولي او ثبات په ارتباط د اسلامي کانفرانس او سعودي عربستان د حکومت په ګډ کوښښ یو ستر بین المللي کانفرانس دایر سو. پدې کانفرانس کي د افغان علماوو تر څنګ د اسلامي نړۍ نورو مشهورو علماوو هم ګډون لاره. د جدې او مکې د کانفرانسونو محوري ټکی په افغانستان کي سوله او ثبات راوستل دي. د جدې د کانفرانس له ویناوو څخه داسي ښکاري چي ټول عالم اسلام د افغانستان د مظلوم ولس په غم غمجن دئ، او د دغه نه تمامېدونکي غمیزي ژر تر ژره ختمول غواړي.

البته دا په سر کي باید ووایم چي د جهان د مسلمانانو تر مینځ دا راز خواخوږي واقعا تشویق کونکې ده، او امید دئ چي عالم اسلام نور هم سره رانژدې کړي. څرګنده خبره ده چي نن سبا ټول عالم اسلام د یو عظیم سیاسي او امنیتي بحران سره مخامخ دئ، او د افغانستان په شمول څو اسلامي هیوادونه د جنګ په اور کي سوځي.

د افراطیت او تروریزم توره بلا د عالم اسلام په کور ننوتلې ده، او هره ورځ د مظلومو او بېګناه مسلمانانو ویني تویوي.

د تروریزم او افراطیت لوی ښامار په خاصه توګه مسلمانان په نښه کړي دي، او مدام ئې قتلوي، کورونه او کلي ئې ور خرابوي، او د هر راز پرمختګ او ارتقا مخه ئې نیسي.

قریب څلوېشت کاله کېږي چي د جنګ او مرګ ښامار د افغان په ځاله ننوتلی دئ، او افغانان ئې په یو شریر ګرداب کي راګیر کړي دي. که څه هم د دې شرارت د ختمولو لپاره زیات کوښښونه سوي دي، خو هره هڅه بالاخره ناکامه سوې ده، او افغانان د تل په شان د جنګ او تخریب په ګرداب کي پاته سوي دي.

د سعودي عربستان له کانفرانسونو څخه د افغانانو هیله دا ده چي د جنګ او تباهۍ اصلي عامل ته ګوته ونیسي، او راسا د اصلي مشکل غم وخوري. البته ټول عالم ته څرګنده ده چي په افغانستان کي اصلي ستونزه ۱۷ کلن امریکايي اشغال دئ. دا دوې لسیزي کېږي چي امریکا پر افغانانو باندي غوبل جوړ کړی دئ، او مدام ئې کلي او کورونه ور ورانوي. پدې ۱۷ کلونو کي ئې په زرهاوو افغانان قتل کړي دي، او په لکهاوو نور ئې په خپلو تورو او هیبتناکه زندانونو کي شکنجه او توهین کړي دي.

د سعودي عربستان له کانفرانسونو څخه د اکثرو افغانانو بله هیله دا هم ده چي پاچا سلمان بن عبدالعزیز پېشقدمه سي، او د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د مینځګړي نقش ولوبوي. ځکه اکثره افغانان باور لري چي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د دې مهم سیاسي ابتکار اخلاقي او سیاسي وزن او جرات لري. بلخوا، نن سبا د سعودي عربستان او واشنګټن روابط نهایت دوستانه دي، او پاچا سلمان بن عبدالعزیز کولای سي چي د واشنګټن سره کومک وکړي، او د افغانستان له باتلاقه ئې وژغوري. ځکه ټولو ته څرګنده ده چي امریکا په افغانستان کي ناکامه سوې ده، او مرستي ته ضرورت لري.

بله ښه خبره دا ده چي طالبان هم د سولي لپاره چمتو دي. هغوی هم غواړي چي د امریکایانو سره خپله شخړه د خبرو له لاري فیصله کړي. نو بنا، مناسب کار به دا وي چي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د طالبانو او امریکایانو با صلاحیته استازي ور وغواړي، دواړو خواوو ته د بحث او مذاکراتو زمینه مساعده کړي، او بالاخره د سولي موافقه باندي لاسلیک کړي. که چیري پاچا سلمان بن عبدالعزیز دا سیاسي ابتکار وکړي، زه پوره باور لرم چي پدې برخه کي به کامیابه سي، او د افغانانو او امریکایانو سره به ئې ستر تاریخي احسان کړي وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د