د جدې په غونډه کي د «کشاف» پر څرګندونو لنډي څرګندوني

عبدالمالک همت

لکه چي تاسي خبر لرئ نن د سعودي د جدې په ښار کي د اسلامي همکاریو د سازمان د علماو غونډه جوړه سوې وه. په دغه غونډه کي ښاغلي کشاف صاحب وينا کړې چي بشپړ متن يې د سولې عالي شورا پر ویب پاڼه خپور شوی دی. ما د کشاف صاحب وينا ټوله ولوستله. کشاف صاحب ډېر څه ويلي او له دغي غونډي يې ډېر څه غوښتي دي او دا يې هم په ښه واضحو ټکو کي څرګنده کړې ده چي د ګران افغانستان پتمن خلک د جګړې په سختو کړاوونو اخته دي، خو له بده مرغه دا يې هيڅ نه دي ويلي چي دا جګړه چا د د ې هيواد پر خلکو پيل کړې او تپلې ده ؟

څرګنده ده چي دا جګړه امريکايانو د افغانستان په پوځي اشغال سره په خورا قساوت او درنده ګۍ پيل کړې او دا اوولس کاله يې د افغانستان د مقاومت کوونکي ولس په وړاندي په ډېره وحشيانه او ظالمانه توګه پر مخ بېولې ده.

زموږ په هيواد کي امريکايي پوځيان د دوي د افغاني کومکيانو سره د يوې نړۍ والي جګړې په سويه دا اوولس کاله خورا سخته او خونړۍ جګره پر مخ بيايي. دلته يې هم خپل ډېر پوځيان له منځه تللي او هم يې بېخي ډېر مقاومت کوونکي افغانان شهيدان کړي دي او دا لړۍ اوس هم تر پخوا لاډېره په شدت سره روانه ده. د دې تر څنګ امريکايانو د دې اوږدي جګړې له کبله په افغانستان کي په ترېلينونه ډالر لګولي او اوس يې هم دا سرساموونکي لګښتونه روان دي.

حقيقت دادی چي دا جګړه له يوې خوا د امريکا جمع د هغو د رامنځ ته کړي او د هغو د ګټو د ساتونکي حکومت او له بلي خوا د افغانستان د مبارزو خلکو ترمنځ روانه ده. د افغانستان خلکو د طالبانو تحريک او د هغه تشکيلات د خپلو مبارزو د ښه پرمخبېولو لپاره د خپلي مرکزي اډانې او استازولۍ په توګه غوره کړي دي.

دلته دا اوولس کاله نه په خپل مټ او يوازي سر د امريکې لاسکښېنولی حکومت د خلکو سره جنګېږي او نه طالبان په بنستيزه توګه او تنهايي د امريکې د لاسکښېنولی حکومت سره. په دې هيواد کي اساساً جګړه د بهرنيو اشغالګرو ، يعني امريکايي پوځيانو او د هغو پر ضد د را پاڅېدلي ولس ترمنځ روانه ده، نه د افغان او افغان ترمنځ .

دا چي ښاغلي کشاف دغه حقيقت په زغرده نه وايي دی هم ملامت نه دی. دا دوه علته لري. يو خو ده د امريکايانو ډېر معاشونه او موکونه خوړلي دي او بل امريکايان ډېر ظالمان دي. که دی دا مازي خوله پرې کړي چي د دې جګړې اصلي عاملين امريکايان دي بس سر يې چټ مال يې ليلام دی!

دا خبري به داسي را لنډي کړو چي له لويه سره دلته جنګ د امريکايي پوځيانو او د هغو پر ضد د ېاڅېدلو طالبانو او عام ولس ترمنځ روان دی. حقيقت دغه دی. نو هيله ده چي د علماوو دغه غونډه پر دې راڼه حقيقت سترګي پټي نه کړی او د حق د کتمان مرتکب نه سي، زموږ له پاکي خاوري څخه د جګړې د اصلي عامل، یعني د امريکايانو د تجاوزګرو پوځونو د وتلو فتوا ورکړي، ځکه دلته د دې ټولو ستونزو علت او انګېزه همدغه د امريکې پوځي شتون او تېری کوونکی عدوان او جنايتکارانه جګړه ييز فعاليت دی. که د دې غوندي برخه وال دا کار وکړي دا ولس به يې تر ابده د احسان ممنون وي او که داسي ونه کړي، هم به لوی څښتن او زموږ خلکو ته مسؤول وي او سخته جفا به يې ورسره کړې وي وما علينا الا البلاغ.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهاب
میلمه
شهاب

سلام علیکم ورحمة الله و برکاته! مننه همت صاحب, تاسو خو بیا هم ددی سپین ګیری لحاظ کړی, البته دده دغه ناروا او دوامدار موقف ته چې ګورم وایم الله پاکه کومی بدی ورځی ته دی پریښۍ. ده ته د فضل هادی شینواری صاحب انجام هم نه سترګو ته کیږی چې د ځنکدن وخت کې ورته کوم کلمه ویونکی هم پیدا نشو او د هندی نرسانو په وړاندی لدی دنیا لاړ, نه یې ایکن بیری پکار شو,نه کرزی نه هغه کمشنکار ځامن او نه ګټلی پیسی.لدی یې د دری مدرسه کی ډیر عزت وه. مونږ ته به تر هغی خوب… نور لوستل »