fbpx
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان

د امریکا دفاع وزیر د ملک سلمان او د مکې له امام څخه مننه کړې / انځور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته یو لیک لیږلی او د هغه څخه یې مننه کړې ده چې په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني د سولې د هڅو څخه ملاتړ کوي.

باید وویل شي چې نن په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان تر چتر لاندي سعودي د علماو یوه غونډه رابللې وه چې په کښي د نړۍ له مختلفو هیوادونو په لسګونو دیني عالمانو ګډون کړی دی.

په دغه غونډه کې د افغانستان له لوري د علماو د هیئت مشري مولوي قیام الدین کشاف کوله، د نوموړي په وینا کې د بهرنیو ځواکونو د شتون او د هغوی د بمباریو او چاپو هیڅ یادونه نه ده شوې خو بالمقابل په مساجدو، جنازو، روغتونونو او عامه ځایونو کې د چاودنو یادونه شوې او طالبان یې مسؤول بلل شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر دغه لیک د علماو تر غونډي مخکې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته لیږلی دی.

نوموړي د سعودي باچا ملک سلمان، د کعبې شریفي امام، د اسلامي همکاریو سازمان او د اسلامي نړۍ لیګ څخه مننه کړې چې د اشرف غني د جګړې د ختمولو او اوربند طرحې ملاتړ یې کړی دی.

ماټیس ویلي چې سعودي په دغه تاریخي پړاو کې د سیمه ییز امن لپاره مهم رول لوبوي.

او زیاته کړې یې ده: ستاسو دغه څرګند موقف او مشرتابه یوازې دا نه چې د تروریزم او افراطیت په ځپلو کې ستاسو د دریځ ښکارندوی دی بلکې زموږ د ولسونو د ستراتیژیکې ملګرتیا قوت هم دی.

دغه لیک په کابل کې د ناټو له دفتر څخه په داسي وخت پر ټویټر نشر شوی دی چې په سعودي کې د علماو په نامه غونډه روانه وه.

د کتونکو په باور د ناټو له لوري په اوس وخت کې دداسي یوه لیک افشا کول ددې پر ځای چې د افغان سولې او یا د سعودي د علماو غونډې ته ګټه وکړي، تاوان یې ورته وکړ، ځکه چې له مخکې هم د علماو پرلپسې او وارخطا غونډې د امریکايي قومندان نیکولسن څرګندونو له وجې زیانمنې شوې او اعتبار یې بایللی وو.

نیکولسن ویلي وه چې دوی به پر طالبانو د نظامي فشار تر څنګ مذهبي او ټولنیز فشار هم زیات کړي، چې له امله یې د کابل حکومت ټولې هڅې د سخت ګوزار سره مخ شوې.

د مټیس لیک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د