د افغانستان سوله او شيخ الهند رحمه الله

قاري محمديونس راشد

له هندوستان څخه د اشغالګرو انګرېزانو په شړلو کي تر ټولو بارز او مهم رول علماء کرامو ولوباوه او ددغه جغرافيې د مظلومو مسلمانانو د روښانه راتلونکي لپاره يې زرګونه قربانۍ ورکړې ، شيخ الهند محمودحسن ديوبندي رحمه الله د مبارزو علماوو سرلاری او ازادۍ ګټلو جګړې يو قهرمان لارښود وو ، نوموړی چي کله وفات سو نو د غسل ورکولو په جريان کي يې علماوو پر ملا داغونه او د تعذيب نښي ولېدې، علماء سخت حيران سول چي دا نښه د څه دي ؟

دده رحمه الله له خاص شاګرد شيخ حسين احمد مدني رحمه الله څخه يې په دې اړه پوښتنه وکړه ، هغه رحمه الله ورته وويل چي دا زما او د شيخ صاحب تر منځ يو راز وو ، هغه رحمه الله ماته ويلي وو چي زما په ژوند کي به دا راز چاته نه وايي ، اوس يې درته وايم ، مدني رحمه الله وفرمايل چي کله زه او شيخ صاحب د انګرېزانو لخوا د مالټا په جېل کي بنديان وو نو هلته شيخ صاحب له يو نا اشنا حالت سره مخ شو ، انګرېزانو چي به کله شيخ صاحب د تحقيق لپاره بياوه رنګ به يې تازه وو مګر له تحقيق وروسته به يې رنګ تک ژېړ او بدن مړاوی وو ، موږ به ور څخه پوښتنه وکړه چي حضرت ! کله چي تاسو تحقيق ته بيايي رنګ مو تازه وي او له تحقيق وروسته مو حالت بدل وي او کمزوري شوي ياست دا ولي؟ شيخ صاحب لومړی حال نه وايه خو زموږ د ټينګار وروسته يې وويل چي کله ما تحقيق ته بوځي هلته ماته انګرېز يوه پارچه راکړي او پرې ليکلي يې وي چي : موږ به نور له انګرېزانو سره جګړه نه کوو ، ماته وايي چي دا دستخط کړه ، زه انکار وکړم ، وروسته دوی راته د برق شارټونه راکوي او پر ملا مي سکروټي را ايږدي ، له مکرر انکار او تعذيب وروسته مي بيرته دلته راولي ، مدني رحمه الله وايي چي يوه ورځ يو دنګ انګرېز شيخ صاحب ته راغلی او ورته ويې ويل چي زه کله تا ووينم نو سخت خوښ شم ، ستا رنګ او چهره خوند راکوي، يوه غوښتنه درڅخه کوم ، هغه دا چي دغه ليک دستخط کړه ، ته بوډا سړی يې کله چي تاته د برق شارټونه درکوي او سکروټي دي پر ملا ايږدي ماته ژړا راځي ، دا ليک او ستا دستخط به نه په اخبار کي نشريږي او نه په راډيو کي ، شيخ صاحب يې غوښتنه رد کړه ، مدني رحمه الله وايي چي موږ څو بنديانو شيخ صاحب ته وويل چي دا ليک دستخط کړه، ته ډېر ضعيف يې له دې تکليف نه به خلاص شې او تاوان به نه کوي ، مدني رحمه الله وايي چي دشيخ صاحب سترګي سرې شوې او په قهر يې وويل چي زه د حضرت بلال او حضرت ياسر زوی يم ، زه د حضرت سميې زوی يم ، کله به هم د کفارو غوښتنه و نه منم ، مدني رحمه الله وايي کله چي انګرېزيان له مکررو تعذيبونو وروسته له شيخ صاحب نه نااميد شول نو د اعدام خبر ورکړ ، د اعدام خبر په اورېدلو سره شيخ صاحب په ژړا شو ، موږ فکرجن شو چي شيخ صاحب له مرګه وېرېږي، د ژړا په هکله مو پوښتنه ځني وکړه ، شيخ صاحب وويل چي په دې ژاړم هسي نه الله تعالی مي شهادت قبول نکړي ، راته ونه وايي چي تا خو د نوم لپاره ځان قربان کړ!!!

که څه هم د شيخ الهند رحمه الله په يوه دستخط به مجاهدينو د انګرېزانو په مقابل کي جهاد نه واي پرې ايښي او نه هم ممکن انګرېزانو دا فکر کاوه خو انګرېزان په دې پوهيدل چي د يوه مبارز عالم سرټيټي او تسليميدل د مجاهدينو پر روحيه څومره منفي تاثير کوي ؟ ځکه امت مسلمه تر ټولو لوی اعتماد پر علماء کرامو کوي .

تاريخ تکرارېږي ، اشغالګر امريکايان د خپلو استاذانو پر پله پل ږدي ، انګرېزانو د ټول زور او ظلم کارولو وروسته هيله درلوده چي له حتمي شکست څخه به يې د علماء کرامو جبري دستخطونه وساتي ، امريکايان هم له ټول زور او زر کارولو وروسته د شکست پر پاڼ ولاړ دی او پاڼ ته د لوېدلو څخه د ځان ساتني لپاره يې د علماوو ګرېوان ته لاس اچولی دی، هلته د جګړې درولو لپاره جبري دستخطونه اخيستل کېدل او دلته د ډالرو په زور د جهاد درولو فتواوي غوښتل کېږي، خو فرق يې دادی چي پروني کافران و نه توانېدل په زور د جهاد درولو امضاء واخلي او ننني کافران له زور پرته د علماوو په خوله د جهاد بندولو هيله لري !

د شيخ الهند رحمه الله مبارزه د هر حقاني عالم تګلاره ده ، هيڅ حقاني عالم به و نه غواړي چي دده په قول او فتوا دي د مجاهدينو حوصلې راټيټي شي ، د شکست خوړلي کافر بيا پر پښو درول د يوه مسلمان له حيثيت سره اړخ نه لګوي.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom prince
میلمه
masoom prince

هند کې نورې ډلې پر شاځی دا ده شیخ الهند د ریښتینی حقانیت برکت ده چې د نورو عربی هیوادو افریقایي هیوادو څخه هند ته د درس لوستلو لپاره دیوبند مدرسې ته زده کړې ته زده کوونکی ورته راځی