fbpx

د جدې ګډونوال غواړي افغانستان نه فلسطین جوړ کړي

عاکف مهاجر

له هغه وروسته چې امریکایي قومندان نیکولسن پر طالبانو د مذهبي فشار خبره کړې د نیکولسن په امر او د ګډ حکومت په غوښتنه د افغانستان د سولې په اړه نمایشي غونډې روانې دي.

لومړی غونډه پر اندونیزیا کې ترسره شوه چې حکومت ورته خوشبینه وو او ویل یې چې د طالبانو د مبارزې د نه مشروعیت په اړه به فتوا پکې صادره شي چې وروسته د غونډې ګډونوالو علماء وو ویل چې د طالبانو نوم هم نده یاد شوی بلکې په اسلامي نړۍ کې د وروستیو نا امنیو د حل د تجویز په اړه یې بحث کړی او ویلي یې دي چې باید د دغو نا امنیو اصلي عامل امریکا ده تر حو چې د امریکا فوځونه په افغانستان او نورو هیوادونو کې شتون ولري دا جګړې او نا امنۍ به روانې وي.

د اندونیزیا له غونډې وروسته دوهمه غونډه کابل کې د ۳۵۰۰ علماء په راټولیدو جوړه شوې وه چې د غونډې ګډونوالو علماء ویلي وو دوی باندې یې تر مخ تیاره شوې فتوا لاسلیک کړه دوی پر هیڅ نه وو خبر هغو ملایانو چې د یادې فتوا مخالفت کولو چا یې خبره هم نه اوریدله.

د کابل غونډې د ځای څخه له راوتلو وروسته پر یو شمیر ملایانو چاودنه وشوه چې د کابل د علماء د شورا رئیس دغه چاودنه د دولت په خوښه او د دوی له لوري وبلله.

هغه له یوه کورني تلویزون سره په مرکه کې وو ویل چې زه د غونډې ځای ته ورسیدلم لارې ټولې پولیسو تړلې وې چا راته د موټر د دریدلو ځای هم نه ښودلو سیمه ټوله د پولیسو تر کنټرول لاندې وه معلومه ده چې چاودنه حکومت کې دننه د یو شمیر کړیو له لوري ترسره شوې.

د کابل له غونډې وروسته نن د چنګاښ په ۱۹ مه د سعودي د جدې په ښار کې غونډه روانه ده چې له مختلفو هیوادونو ملایان ورته بلل شوي دي.

د سعودي ملایانو په دې وروستیو کې یو شمیر داسې فتواوو ته شروع کړې چې د امریکا په غوښتنه له خپلې خیټې نه له قران او حدیث څخه ورکول کیږي.

سعودي یو شمیر حقاني او ریښتوني علماء زندانونو ته اچولي او د ځینو لا تر اوسه د مرګ او ژوند درک هم ندی معلوم.

سعودي چې څه وخت وړاندې یې هم د افغانستان د سولې اړوند خبرې کړې وې خو د افغانستان د اشغال خبره یې هم نه وه یاده کړې بلکې یواځې د طالبانو نه یې د جنګ بس کیدل غوښتي وو.

د سعودي یو درباري عالم څه موده وړاندې د فلسطین مبارزین حماس ډله ترهګره بللې وه او د اسرائیلو په وړاندې یې مبارزه نامشروع بللې وه او دغې جګړې نه یې د جهاد نوم سلب کړی وو.

همدا راز ویل کیږي چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لیږدول او بیت المقدس د اسرائیلو مرکز ټاکل هم د سعودي په خوښه امریکا ترسره کړل.

د قطر محاصره کیدل په دې نوم چې د سعودي غوښتنو ته سر نه ټیټوي او د دغه هیواد او سوریې حاجیان حج ته نه پریښودل هم د سعودي له لوري ترسره شول چې د ټولې اسلامي نړۍ د علماء له لوري وغندل شول.

څه موده وړاندې ګڼو نامتو علماء د سعودي له لوري د حاجیانو په پیسو مختلفو هیوادونو کې جګړه باطله وبلله او دغه هیواد یې په ناروا جګړو تورن کړ.

سعودي او یو شمیر نورو عربي هیوادونو له فلسطین اسلحې ټولې کړې د دې په نوم چې په بدل کې به یې سوله ورته راولي خو د هغه پر ځای یې اسرائیلو ته وتړل او د هغوی د ظلمونو ښکار یې کړل خپله ورته د سیل په چوکۍ کښیناستل او عیاشیو ته یې مخه کړه د هغوی مظلومیت یې هیر شو.

سعودي د امریکا په غوښتنه غواړي افغانستان نه یو بل فلسطین جوړ کړي او طالبان وهڅوي تر څو د فلسطینیانو په څیر دوی ته وسلې ورکړي وروسته یې د فلسطینیانو په څیر ظلمونو ښکار وګرزوي او دلته یو دائمي او تلپاتې اشغال رامنځته شي.

طالبان له اوږدې جګړې راتیر او اوس بیدار دي په نورو یې ولیدل د شریعت له مخې به هره سوله او جګړه پر مخ وړي تر څو چې بهرنیان فوځي شتون ولري کله به هم سوله ونکړي او خپله ګټلې جګړه به په تسلیمي بدله نکړي.

د یادو غونډو ګډونوال باید پوه شي چې د افغانستان سوله د اشغال په پای کې ده تر څو چې اشغال وي سوله به ورکه وي کله چې اشغال پایته ورسیږي هغه ورځ به د سولې لومړی ورځ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د