fbpx

پیښور: په چاودنه کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه کاندید په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د پيښور ښار په یکه توت سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند په یوه انتخاباتي ناسته کې د چاودنې له امله د هارون بلور په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پولیسو په وینا چاودنه د شپې پر ۱۱ بجې هغه مهال وشوه کله چې صوبايي اسمبلۍ ته کاندید هارون بلور د خپلو ملاتړو سره په انتخاباتي کمپاین کې ګډون کړی وو.

د پيښور د پولیسو مشر شفقت ملک رسنیو ته ویلي چې ددوی لومړنۍ څیړني ښيي چې برید د سرتیري په واسطه تر سره شوی او اصل هدف یې هم هارون بلور وو.

د یادونې وړ ده چې د هارون بلور پلار بشیر بلور هم د نیشنل عوامي ګوند مخکښ مشر وو چې په ورته توګه د کال ۲۰۱۲ په دیسمبر میاشت کې د انتخاباتو پر مهال ووژل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د