فرانسې بیلجیئم ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې فرانسې بیلجیئم ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

تېره شپه د فرانسې او بیلجیئم تکړه لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه چې په کې فرانسې بیلجیئم ته په ۱-۰ ماتې ورکړه.

د سیالۍ لومړۍ نیمایي بې له کوم ګول وهلو پای ته ورسېده، خو د دویم نیمایي په ۵۱مه دقیقه کې د فرانسې لخوا اومتیتي ګول وواهه.

له دې وروسته د بیلجیئم لخوا هم د ګول وهلو سختې حملې وشوې خو د فرانس دفاعي لوبغاړو یې مخه ونیوله، که څه هم بیلجیئم په هر حال کې له فرانسې لوبډلې وړاندې وو خو په ګول وهلو ونه توانېدل، او تر پایه لوبه په یو صفر د فرانس په بریا پای ته ورسېده.

د ۱۹۹۸م کال نړیوال جام ګټونکې لوبډله فرانس به پایلوبه کې د انګلستان یا کرویشیا سره په ۱۵م جولایي مخامخ کیږي.

د یادونې وړ ده چې نن د شپې ۱۰:۳۰ بجې به د انګلستان او کرویشیا لوبډلې په دویمه نیمه پایلوبه کې مخامخ کیږي.

د درېیم مقام ترلاسه کولو لپاره به بیلجیئم د ننۍ بایلونکې لوبډلې سره په ۱۴م جولایي مخ کیږي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د