fbpx
ننګرهار؛ جلال اباد ښار؛ پښتونستان څلورلارې

ننګرهار: د پوهنې ښاري مدیریت کې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار چارواکي وايي څو تنو وسله والو د پوهنې ریاست اړوند د ښاري مدیریت پر ودانۍ برید کړی او لا هم جګړه روانه ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي څو تنو بریدګرو نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې پر یاد مدیریت برید وکړ او پکې مامورین يې یرغمل کړي دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې تر اوسه یوازې د دې مدیریت چوکیدار وژل شوی دی.

خو د عامې روغتیا مسؤلین وايي چې څلور تنه ټپیان هم د پېښې له ځایه ور وړل شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د