fbpx

جنبشيانو په فاریاب کې د ټاکنو کمیسیون تړلی؛ چارواکي يې نه مني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د نظام الدین قیصاري په ملاتړ کې د جنبشیانو او جمعیتانو لاریونونه نهمې ورځې ته وغزېدل، چې په فاریاب، جوزجان، سمنګان او بلخ کې روان دي.

تازه راپورونه وايي چې په فاریاب کې لاریون کوونکو د ټاکنو کمیسیون دفتر تړلی دی، خو ځايي چارواکي دا راپورونه ناسم بولي.

د فاریاب ولایت د والي ویاند جاوید بیدار نه دي ویلي، چې دا دفتر خلاص دی، خو ويلي يې دوی ته يې د تړل کېدو خبر نه دی ور رسېدلی.

نظام الدین قیصاري چې د دوستم نږدې ټوپکوال او قیصار ولسوالۍ کې د اربکیانو مشر و، نږدې لس ورځې وړاندې د حکومت له لوري ونیول شو او کابل ته ولېږدول شو.

د نظام الدین قیصاري په ملاتړ کې نه یوازې د دوستم پلویانو؛ بلکې د «ائتلاف نجات افغانستان» په نوم د دوستم، محقق او عطامحمد نور ډلې يې هم ملاتړ کړی او د دوی پلویان هم د لاریون برخه وال دي.

دوی د لاریونونو په پيل کې د رسمي اعلامیو له مخې حکومت ګواښلی و، چې که يې نیول شوی ټوپکي را خوشي نشي نو شمال کې به ټاکنې فلج کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د