british troops

برتانیا ۴۴۰ نور عسکر افغانستان ته رالېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د برتانیا لومړۍ وزیره وايي نیت لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړي او ۴۴۰ تازه دمي عسکر دې هېواد ته د ناټو تر چتر لاندې ولېږي.

تریزا مي، پرون د ناټو تر غونډې وړاندې وویل، چې دوی تیار دي چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړي.

د ناټو تر چتر لاندې د انګلیس پوځونو جګړه‌ییز ماموریت په ۲۰۱۴میلادي کال ختم شوی دی، د برتانیا لومړۍ وزیره وايي دا ځواکونه به يې هم د افغان عسکرو تمویل، روزنه او مشوره پر غاړه ولري.

برتانیا وروسته له هغه دا اقدام اخلي چې څه موده وړاندې ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د عسکرو د ډېرولو غږ پرې وکړ، خو د حکومت ځینو چارواکو يې پر وړاندې توند غبرګون وښود او ويې ویل دوی حاضر نه دي د امریکا د ګټو لپاره خپل ځوانان قرباني کړي.

تریزامي وویل، دغه ځواکونه به يې په کابل کې مېشت شي، چې په دې سره به يې د ټولو عسکرو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته ورسېږي، هغې وویل د ناټو تړون د تېر په څېر لا هم «حیاتي» دی.

د ناټو په نننۍ غونډه کې چې سبا به هم دوام ولري، د افغانستان په اړه پر همدې خبرې کېږي، چې د افغان ځواکونو مالي او پوځي ملاتړ وشي او د سولې لپاره هم ضمني هڅې روانې وساتل شي.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه منګل
میلمه

There is no military solution in Afghanistan, as we are the witness
that there were hundred thousands combatant but there is no advancement yet except worsening the situation and destruction of our father land the only possible and stable peace and solution can be found by cleansing Afghanistan from foreign intervention perfectly.