غزني: جغتو کې طالبانو د رشیدانو ولسوالۍ نقلي مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د رشیدانو ولسوالۍ هغه مرکز چې له اصلي ځایه څو کاله وړاندې را انتقال شوی و، طالبانو یو ځل بیا نیولی دی.

دغه مرکز چې د جغتو په صداقت بازار سیمه کې موجود و، تېره شپه د طالبانو تر بریدونو لاندې راغی چې امنیتي ځواکونو بشپړ ورته پرېيښی دی.

طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې مرکز کې دوی ته تلفات نه دي اوښتي او د دولتي ځواکونو دتلفاتو په اړه يې هم څه نه دي ويلي.

دوی ويلي د سیمې بشپړ واک اوس د دوی د سرتېرو په لاس کې دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د غزني ښار ته څېرمه د خوږياڼو ولسوالۍ په نقلي مرکز برید کې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان سید احمد او د هغه شپږ عسکر ووژل شو.

غزنی یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د ښار په څو مترۍ کې يې د طالب ځواکونو فعالیت ترسترګو کېږي.

رشیدان ولسوالۍ له نږدې نهو کلونو راهیسې د دولت له واکه وتې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د