د ناټو سرمنشي، جینز سټولټنبرګ

سټنولنټبرګ: د ناټو هدف د مذاکرتو له لارې د جګړې ختمول دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ وايي په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور هدف دا دی چې وکولی شي دا جګړه د مذاکراتو له لارې پای ته ورسوي.

هغه د ناټو د سرمشریزې تر پیل وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی د سولې د هڅو ملاتړي دي او د نمونې په توګه يې د اختر اوربند یاد کړ.

سټولنټبرګ وویل، دوی د افغان حکومت له لوري د سولې اړوند تمایل ستايي او د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هر ډول حرکت ملاتړي دي.

د ناټو له لوري د افغان ځواکونو د تمویل په برخه کې تېره ورځ هم، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو په تړون کې د امریکا له لوري د پیسو ډېره برخه لګول نا انصافي بللې وه.

هغه لیکلي و: «د امریکا متحده ایالات تر بل هر هېواد پر ناټو ډېر لګښت کوي، دا له انصافه لرې او د منلو نه‎ ده.»

خو د ناټو عمومي منشي وايي په تېرو څلورو کلونو کې د ناټو اروپايي شریکانو او کاناډا ۸۷ میلیارده ډالره لګولي، چې ټول يې په دفاعي چارو لګول شوي دي.

یاده دې وي د ناټو په دې ناسته کې به د افغانستان په اړه پر دریو مسائلو خبرې وشي، د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، د افغان ځواکونو پوځي ملاتړ او د افغان سولې اړوند هڅې.

په دې غونډه کې ډاکټر عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني دواړه برخه وال دي، چې له هېواده په بېلابېلو الوتکو کې خوځېدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د