افغانستان

د کابل – شمال لویه لاره سالنګ کې هم تړل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل – شمال لویه لاره د سالنګ په شمالي اړخ کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د لویې لارې مسافر وايي، چې د دوستم پلویانو په بغلان کې دغه لویه لاره تړلې ده، خو هغوی دا خبرونه ردوي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی اسدالله شهباز وايي دغه لویه لاره د ډېرې خرابۍ له امله خلکو پخپله په اعتراضي ډول تړلې ده.

هغه وايي له کلونو راهیسې يې پر دولت د لارې د سمولو غږونه کړي دي، خو چا نه دي اورېدلي.

د سالنګونو مسؤلینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د دوستم پلویانو د قیصاري د خلاصون په غبرګون کې دغه لویه لاره سمنګانو کې هم تړلې وه.

حکومت د دوستم نږدې کس او د اربکیانو مشر نظام الدین قیصاري نږدې لس ورځې وړاندې ونیو، چې په غبرګون کې يې په فاریاب، جوزجان، سمنګان او بلخ کې د خلاصون لپاره لایونونه روان دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close