علماء د ملک سلمان سره د لیدنې پر مهال

په سعودي کي د علماو د غونډي پریکړه لیک خپور شو / مختصره ژباړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان تر چتر لاندي د علماو غونډه نن په مکه مکرمه کې په وروستۍ ناستي سره پایته ورسیده.

د غونډې ګډونوالو د پریکړه لیک تر نشر مخکي د سعودي د باچا ملک سلمان سره هم ولیدل.

په پریکړه لیک کې ویل شوي چې په غونډه کې ګډونوالو د افغان مسلمان ولس د وینې بهیدنې، انسان وژنې او یوه مسلمان هیواد شتمنیو د ضایع کېدنې بهیر ته د اسلامي مبین دین په رڼا کې کتنه وکړه، د هغه دین په رڼا کې چې امن ته یې لوړه مرتبه ورکړې او په یوه مسلمانه ټولنه کې يې سوله او امن واجب بللی دی، او ټینګار یې کړی چې د مسلمانانو تر منځ باید سوله وشي او دا یې الله تعالی ته تر ټولو نیژدې عمل بللی دی.

د علماو د غونډې پریکړه لیک پر ۷ بندونو بناء دی، چې په مختصر ډول یې دلته ژباړو:

۱- افغانستان یو مسلمان هیواد دی، اوسیدونکي يې مسلمانان دي، وینه یې معصومه ده، امن او سولې ته لیواله دي، په دغه هیواد کې چې د معصومو خلکو وژنه کیږي، د اسلام د اصولو او اساساتو سره مخالفت لري، د یوې اسلامي ټولنې د وحدت، یووالي او ټینګښت اصولو خلاف عمل دی.

۲- مونږ ټول هیوادونه، تنظیمونه او اسلامي مشهور کسانو ته دعوت ورکوو چې د افغانستان د امن او سولې لپاره خپل پریکنده رول ولوبوي.

۳- د قرآن کریم او حدیثو د نصوصو په رڼا کې ویلای شو چې اسلام د سولې او رحمت دین دی، مسلمانان په خپل منځ کې یو پر بل رحم کوونکي دي، د مسلمانانو وینې، اموال او اعراض حرام دي. ځکه نو ټینګار کوو چې د بیګناه خلکو په منځ کې سرتیري بریدونه او د مسلمانانو تر منځ خپل منځي جنګ په قطعي دلایلو سره حرام دی. الله تعالی فرمائي: (وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا).

ځکه نو مونږ په افغانستان کې جګړه غندو، پر ټولو اړخونو غږ کوو چې د الله تعالی له لوري د فتنې وژنې او وروڼو تر منځ د صلحې امر ومني.

مونږ د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک باندي غږ کوو چې اوربند او ډزي بندي ته غاړه کښيږدي او په خپل منځ کې بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.

په خپل منځ کې د ښکېلو مسلمانانو تر منځ سوله تر ټولو ستره نیکي دي، ځکه چې وینه بهول یو له سترو ګناهونو څخه ده، چې د مسلمانانو تر منځ تفرقه نوره هم پراخوي، امت ضعیف او پر ټوټو یې سره ویشي.

پر همدې اساس مونږ مسلمانانو څخه په عامه توګه او علماو څخه په ځانګړې توګه غوښتنه لرو چې د سخت دریځي او تشدد پر وړاندي ټینګ ودریږي، تر څو د خپل دین دفاع وکړي او د اسلامي امت واحد صف څخه حفاظت وکړي.

۴- د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خپلمنځي خبري د جګړې د پای ته رسیدو لپاره تر ټولو غوره لاره ده، د افغانستان د مسلمان هیواد د شخړې حل یوازي د تفاهم او مخامخ مذاکراتو له لاري ممکن دی.

په دغه مناسبت مونږ د افغانستان د علماو وروستۍ هڅې ستایو.

د افغانستان د جمهور رئیس د هڅو ملاتړ کوو چې د طالبانو تحریک ته یې بیله شرطونو د مذاکراتو بلنه ورکړې او هغوی یې د یوه سیاسي ګوند په توګه منلو ته امادګي ښودلې او پر طالبانو غږ کوو چې د افغانستان د حکومت غوښتنه ومني، تشدد څخه لاس واخلي، جنګ بس کړي او د سولې مذاکراتو ته کښيني.

۵- د خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان او د هغه ولیعهد محمد بن سلمان څخه مننه کوو چې هر ځای د مسلمانانو فکر ورسره دی ، او ددغې غونډې میلمه پالنه یې کړې. مننه ځیني کوو چې په افغانستان کې د اوربند په اړه یې دلچسپي ښودلې او پر ټولو اړخونو غږ کوو چې د اوربند د غځولو غوښتنې ومني.

۶- د اسلامي همکاریو سازمان څخه مننه کوو چې دغه مهمه غونډه یې را وبلله او تمه ځیني کوو چې د افغانستان د قضیې د حل په موخه خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

۷- د اسلامي همکاریو سازمان د مشر څخه غوښتنه کوو چې د مننې او ستاینې لیک ملک سلمان او محمد بن سلمان ته وړاندي کړي، د سعودي د ولس او حکومت څخه مننه وکړي چې په ښه ترتیب او تنظیم سره یې میلمه پالنه وکړه او په اخلاص سره یې د افغان سولې لپاره هڅې وکړې.

د پریکړه لیک اصل متن په لاندي ادرس کتلای شئ:

https://www.oic-oci.org/topic/?t_id=19803&t_ref=11394&lan=ar

avatar
8 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حامد
میلمه
حامد

د شلمي پېړۍ منافقین او ددجال ډله……
د باعوراء لښکر…..
د ټرمپ ښوروا خواره…..
د مسلمانانو او د شهیدانو د وینو خرڅوونکي….
بې ضمیره، بې وجدانه او بې غیرته اشخاص….
د اسلامي نړۍ د سپېڅلي خاوري پلورونکی حتی ایمان پلورونکي….
همدغه اشخاص چي په عکس کي یې وینئ نور تفصیل ته ضرورت نسته….
ددوی په خوله باندي سپېڅلی جهاد نه دریږي….

محمد یوسف جبارخیل
میلمه
محمد یوسف جبارخیل

پہ تآسف سرہ باید ووایم چہ پہ افغانستان کی دروان کڑکیچ اسلی لامل تہ بیاھم گوتہ ندہ نیول سوی چہ عبارت دی داشغال نہ نولھذا کومی مسبتی پالی بہ ونلری

منصور
میلمه
منصور

بسم الله الر حمن الرحيم دا تول د كفارو نوكران سره يو زاي شوى او د خپل بادار په امر دا د مړی خیټی فیتواګانی ورکوی د افغانیستان خلکو ۱۷ کاله د دنیا ستر تاغوت سره مقابله وګړه او ملک سلمان او د هغی ځوی چی مسلمانان او اسلامی غیرت یي د څو ‌ډالرو او خپل د دنياوی حاکميت په بدل کی اسرایل او امریکا ته خرڅه کړی بلکل حق نه لری چی مونړ ته نصیحت وکړی افغانستان د کفارو له خوا اشغال شوی دی کفار په زور راغلی او کفار به د الله ج په کمک او کلک ایمان… نور لوستل »

masoom
میلمه
masoom

ډیره د تعجب وړ خبره ده چې د مسلمانانو ملت اشغال سوﺉ دې خبرې ته بیخی اشاره هم نه ده شوې او د ټرمپ ګوډاګیان په پخپله دا ملت دغلامۍ په زنځیرو تړی دا درباری ملایان به د دې ملت څه ترجمانی وکړی الله مو دې د دجال د لښکرو د ټولی د فتنو نه وساتی

الکوزی
میلمه
الکوزی

اسلام علیکم ورحمته اللہ وبرکات
ملک سلمان یو ### انسان دی هغه دی مونږ ته نصیحت نکوی اول دی خپل ځان اصلاح کړی او بیا دی د نورو په فکر کی شی

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

به سپر و بازوی صلیبی یهودی ابولهب های منافقین کاذب کشاف، عبدالسلام عابد و علمای دالر خور درباری کابل که در زیر سلطه صلیبی فتوا خب خب به امر امریکایی صلیبی صادر میکنند بگویم الله متعال در سورة النساء میفرماید (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّـهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا ﴿١٤٤﴾ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا ﴿١٤٥﴾ ای اهل ایمان، مبادا کافران را به دوستی گرفته و مؤمنان را رها کنید! آیا می‌خواهید برای خدا بر (عقاب و کفر و عصیان) خود حجّتی آشکار قرار… نور لوستل »

سوله ،اوربند
میلمه
سوله ،اوربند

عبدالقدیر مهمند صاحب.اول حسابی سابقه خودرا تصفیه کن،بعدا انتقاد نما.مجاهدین می خواهند به تو حسابی نموده،و حق خویش را بګیرند،سابق زخمی های مجاهدن را از پاکستان به امریکا برای تداوی میاوردی،و سه حصه پول مصرف را به جیب خود می انداختی که در نیتجه حالان در امریکا (مشنګان)عمارت ها و دفاتر ها داری،که از برکت مجاهدین است،فعلا دوباره می خواهی در جنګ افغنستان کدام تجارت دیګری را باز نمایی.ملت افغانستان از تو احتراما تقاضا دارد ،پول زخمی های مجاهدین را دوباره پرداخت نمایید.بعد از پرداخت پول زخمی های مجاهدین می توانی ادعای یک مسلمان صافه و صدق نمایی.در غیر از… نور لوستل »

صاف
میلمه
صاف

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
دغوي به د الله حّواب حّه وركاوي؟

hamdullah
میلمه
hamdullah

د سعودي منافقانو د فلسطين په مظلوم ولس څه غيرت وکړ چې په افغان ولس به يې وکړي ، لعنت دې په داسې غونده وي مشکل څه دی ؟ او خبرې په څه باندې شوي دي ، د افغان ولس مشکل ټول عالم ته څرګند دی چې هغه د کفري نړۍ يرغل دی خو په دغه شرمدلې غونده خالی يوه اشاره هم نه ده ورته شوې.

هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

ددې غونډې نه څو مهمم او ضروري درک او درس واخستل شي . ۱- علما دوه ډوله دي يو حقيقي ، رحماني ، حقپرسته او دين ته معتقد ،مؤمن ، وفادار او مخلص ، بل يې جعلي ، شيطاني ، په باطله لار روان او دين ته جفاکار ، بې ايمانه ، منافق ، معامله ګر او خايين . اوس ددې دوو متضادو او متنازعو ډلو علماوو د پيژندلو او تفکيک عظيمه وظيفه د مسلمان اولس په غاړه شوه چې د حقيقي او علماوو د د پېژندلو او انتخاب ماموريت په پوره سنجش او تعقل ادا کړي او دعلماوو د… نور لوستل »