په جده کې د راټول شویو علماو ګډ انځور

په جده او مکه کي د عالمانو غونډو نمايشي بڼه درلوده

عبدالمالک همت

حقيقت دادی چي د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرامپ په افغانستان کي د جګړې د ګټلو لپاره خپله جنګي ستراتيژي په وسله او جنرالانو پلې نه کړای سول ، اوس غواړي او تجربه کوي چي د امريکې تر جغ لاندي اسلامي هيوادونو د دولت پلوو اسلامي عالمانو په فتواوو دا جګړه و ګټي. خو دا يې نخښه چي د امريکايي واکمنو دا تلاښ بې ګټي دی ځکه د جدې او مکې دغه غونډي صرف نمايشي بڼه درلوده لاغير او د هماغو د اندونيزيا او کابل د عالمانو د غونډو غوندي به بې پايلي او بې ګټي وي او نه سي کولای چي په ګران هيواد افغانستان کي د سولي راوستو سره ډېره لږه مرسته هم وکړي.

عجيبه ده زموږ په هيواد کي د جګړې بنسټيز او ډېر لوی عامل د بهرنيو پوځي ځواکونو شتون او د هغو ځمکني او هوايي بريدونه او بې رحمانه وژني دي، خوپه دې غونډو کي د هغو سره ډېر لږ تماس هم ونه نيول سو او هيڅ يادونه يې ونه سوه.

پر دې عالمانو لازمه وه چي امريکا ته يې له افغانستانه د دوی د پوځيانو د ايستلو ويلي وای او حقيقت دادی چي د امريکي د پوځيانو له وتلو پرته دلته د سولي را تلل هيڅ امکان نه لري. خو متاسفانه چي دغو مفتي صاحبانو دا جرئت هيڅ ونه کړای سوای. لکه چي ټول پوهېږي دلته د جګړې اصلي لامل همدغه د امريکايانو د پوځونو شتون او د هغو پوځي، ورځني او شپني جګړه ييز عمليات دي. نو داسي ښکاري چي په جده او مکه مکرمه کي د عالمانو له غونډو څخه د سعودي واکمنو موخه د امريکايي واکمنو فرمايش ترسره کول او د خپل اطاعت او فرمانبردارۍ ورته څرګندول وو، نه د زړه له اخلاصه په افغانستان کي د سولي راوستل.

لنډه داچي له دغي ننداريزي غونډي څخه د هيچا لاس ته هيڅ نه ورځي، خو د عالمانو حيثيت ته يې ډېر تاوان ورساوه الله دي خپل فضل وکړي. پای

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اصیف
میلمه
اصیف

هرکارچی د الله ج لپاره وی په هغه کی الله ج دبندګانوملګری کوی خوچی دټرمپ لپاره وی هغه ګټه نکوی خپل ځانونه یی وشرمول دډالرلپاره دیوڅوډالروپه مقابل کی یی خپل امانونه وپلورل د افغانستان خلګ مسلمانان او مجاهیدین دی ددغسی بی نامسانو او اسلام پروشانو او وطن پروشانو په فطوانه خطاوزی افسوس ددوی پرحال دی چی هره ورځ په سل هاوو مسلمانان کفارپه شهادت رسوی دمسلمانانوپه کورو او په زنانوکی تلاشی کوی دوی یی ساده یادونه هم ونکړه لعنت دی پردغسی منافقانو وی انشاالله داجهادبه ترهغه وخته جاری وی چی ټول کفارله افغانستان څخه وزی