
طالبان: د امریکا په فرمایش نیول شوي دریځونه به زمونږ مبارزه اغیزمنه نه کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په سعودي کې د علماو غونډې او پریکړه لیک ته په جواب کې د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا په فرمایش نیول شوي دریځونه به ددوی مبارزه اغیزمنه نه کړي.
په خبرپاڼه کې ګیله شوې چې را ټول شویو عالمانو د امریکا بې رحمه بمباریو او نورو ناخوالو ته هیڅ اشاره ونه کړه.
طالبانو د سعودي څخه غوښتي چې دداسي غونډو په دایرولو سره دي خپل حیثیت نه خرابوي.
دغه خبرپاڼه چې نن ټکی اسیا ته هم رسیدلې، په لاندي ډول ده:
په سعودي عربستان کې د غونډې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
له تیرو دوه ورځو را هیسې د سعودي عربستان په جده او مکې مکرمې ښارونو کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسیده.
په دغه غونډه کې که څه هم د افغانستان سیمي او حتی ټولي اسلامي نړۍ نه کوم مشهور او منل شوي عالم برخه نه وه اخستې او زیاتره ګډونوال یې دحکومتونو رسمي مامورین و نوځکه یوه هم دا جرئت ونه کړ چې په افغانستان کې د امریکا اشغال، نظامی شتون، په بي و زلو افغانانو دامریکا بي رحمه بمباري او ورسره نورې ناخوالې اقلا په دې نیت هم یادې کړي چې باید دا وضعیت تغیر وکړي!!؟
د اسلامي امت لوی او ماشوم په دې پوهیږي چې په افغانستان باندې د امریکا لخوا اوولس کاله کیږي تجاوز روان دی، ملک اشغال دی، حاکمیت تروړل شوی، څو تنه بې هویته او جنایتکار اشخاص د الوتکو او وژنو په مټ په دې ملت تپل شوي.
په کار خو دا وه چې اسلامي کنفرانس، عالمانو او کوربه هیواد له خپل نړیوال وجاهت څخه په استفاده له اشغالګرې امریکا، ناټو او نورو حشرباڼو څخه غوښتی وای چې د افغانستان په مظلوم او بیچاره اولس بمبارونه ودروي او د هغوی د حریم له پایمال کیدو څخه نور لاس واخلي.
خو برعکس هڅه وشوه چې له افغانستان څخه دوهم فلسطین جوړ شي، د مبارزینو لاسونه يې وتړل شي او د اشغالګرانو په ظلم او جنایاتو چشم پوشي وشي.
په داسې کولو سره به روان جهاد ته چې د الله تعالی په امر دزرګونوجیدو علماءکرامو په فتوی او د الله تعالی په نصرت پيل شوی او نړیوال استکباري ځواک يې له ماتې او شرمسارۍ سره مخ کړی هيڅ کوم زیان ونه رسیږي، زیان به هغه اشخاص ګوري چې د دنیوي متاع او پيسو لپاره يې خپل مسئولیت ترک کړ، د امت د ويښتابه پرځای يې د امت په سترګو کې د خاورو شندلو هڅه وکړه او د امریکایانو په ګټه دریځ یې خپل کړ.
افغانان پوهیدل چې دا ډول غونډې د امریکايي چارواکو او نظامیانو طرحه او برنامه ده، ځکه چې وار له مخه یې امریکایی قومندان نیکولسن د مذهبی فشار په عنوان طرحه وړاندی کړی وه او پرون د امریکا د دفاع وزیر جمیز مټيس يې له جوړیدونکونه مننه وکړه؛ خو داچې د مسلمان په حیث او بیا د عالم په نوم ځينو څيرو په کې رول ولوباوه واقعا د اسلامي امت خورا بد او دردونکی حالت ښکاره کوي.
ان شاءالله د حق د لارې مبارزین به د قیامت په ورځ د دغو تش په نامه عناصرو څخه د الله په دربار کې شکایت کوي او له امت، اسلام او جهاد سره د دغې لوی جفا سزابه ورته غواړي.
د سعودي عربستان له حکومت نه مو هیله داده چي د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کي مرسته وکړي او په دې لاره کې مثبت رول اداکړي، د داډول غونډو لپاره موقع ورکول به یې حیثیت ته صدمه ورسوي.
زموږ جهاد د باعمله دیني عالمانو په لارښونو او رهبري پيل شوی او روان دی، د جهاد اکثره پرسونل مو په دين پوه اشخاص دي، نو ډاډه یو چې د امریکا په فرمایش نیول شوي دریځونه به زموږ په مبارزه هيڅ ډول منفي اغیز نه لري او نه به هم د امریکایانو د حتمی او را نیږدې شکست مخه نیولی شي. ان شاءالله وما ذالک علی بعزیز
د افغانستان اسلامی امارت
دنر زامنو الله مو مل شه ، ملحدین او مذدران یې زمونږ جرړې راباسې له دین او کلچر نه مو غربي انډوخر جوړوي خو له تاسو نه زمونږ يوازېنۍ هیله ده چې زمونږ وقار وساتۍ !
درنو غازیانو او اسلامی امارته! هغه وخت را یاد کړۍ چې چا درته په ښکاره دعا هم نشوه کولای. اوس خو الحمدلله مسلمان څه چې غیرمسلمان هم ستاسو په حقانیت قانع دی. مخکی درومۍ,قدمونه مو الله ثابت لره. د امت زړونه درسره دی, سنګرونه مو له زړورو, شمله ورو او بریتورو ځلمو ډک دی. په الله توکل درته له هرڅه غوره دی. له تاسو سره بیعت چا د چلتاریانو, درباریانو او پستکیانو په خوله ندی کړی. ترڅو چې لله فی لله نیت لرۍ همداسی لوړ سر به روان یاست.زمونږ سترګی په غرب کې درباندی جګی دی. شهاب ستا د پګړۍ… نور لوستل »
شهاب صاحب داسی معلومیږی ،چه دا جنګ اوږدیدل د دپاره غواړی،چه غرب کی د پناه قبوله شی.چه جنګ ختم شی ټول افغان پناهګزین له غرب څخه شړل کیږیږی،نو د یوی سپږی لپاره پوستین په اور مه اچوه،
ګرانه وروره!
که د ځان پخاطر یې وایم الله می دی دا هیله نه پوره کوی.
نه پوهیگم چی اسلامی امارت سنگه زانته د گیلی حق ورکوی، چی آیا چا دا جورءت ونکه چی امریکا د اشغال سخه یادونه وکڑی، دا جورءںت تاسو ولی ونکه چی کنفرانس کی گڈون وکی او د خپلی مبارزی سخه دفاع وکی،!!!!!
اصلزي صيب زمادمعلومات سعوديان ديرمغرور خلك دي فه لوي لاس طالىانو ته دعوت نه دي وركري زكه امريكافوهيزي كه كوم كنفرانس ياناسته كي طالبانو شركت وكر نو ددوي داعيه قوي او دنريوال قانون مطابق ده نودوي بيا كنفراس كي كاميابيزي زكه سعوديانو دعوت ورنه كره.ِ
اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارناالباطل باطلا وارزقنا اجتنابه. الله مو فه دنيا او اخرت كامياب اوكامران لره دأفغانستان اسلامي امارت مجاهدينو قسم فه الله جي افغانستان خو فريزده جي دتول عالم اسلام شمله مو فورته كري. والله حتى بعضي غربي هيوادونه هم فه شكاره ستاسو دغه روانه جهاد مقامات اودفاع حقه بولي مكرافسوس جي نن يوسو دنيافرست اودرباري تش فه نوم ملايانو دروان اشغال فه خلاف يواوزا هم فورته نه كره صدافسوس ددوي فه حال الله ته به سه زواب وركوي. تاسو حفل جهاداومقاومت جاري ساتي ان شاءالله دالله نصرت او دملت ملاتر تاسو سره دي الله به… نور لوستل »
ګرانه طالب جانه:منم ډیر تکلیفونه کړاوونه زحمتونه دې په ځان تیر کړل ډیرې قربانۍ دې ورکړې الله دې ټولې په خپل دربار کې قبولې کړی ستا د حق نعره چا دحق نعره نه بلله اوس حق راغلﺉ او باطل د منډې لار لټوې یو ځل بیا غازی افغانستان د ټولې نړﺉ پام ځان ته ګرځولﺉ دا دې ملت هیله او مینه محبت و اوس د طالبانو څخه هیله کیژی چې تاریخ بیا هغه زړه قیصه تکرار نکړی چې داسې مشران امیران نکړی لکه څنګه، سیاف،عطاءنور،ګل آغاسیرلﺉ، دې ملت د امارت اسلامی څخه دا هیله ده چې ټول داسې امیران وټاکی… نور لوستل »