انګلستان بهر او کرویشیا د نړیوال جام پایلوبه کې

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام په وروستۍ نیمه پایلوبه کې کرویشیا لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام پایلوبې ته یې لار وموندله.

د انګلستان او کرویشیا ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه له زړه راښکونکې لوبې وروسته د کرویشیا په بریا تمامه شوه، چې انګلستان ته یې په ۲-۱ ماتې ورکړه.

د لوبې لومړۍ ۹۰ دقیقې له یو-یو ګول کولو وروسته پای ته ورسېدې، چې وروسته د لوبڅار لخوا نورې ۳۰ دقیقې ورکړل شوې، د دواړو لوبډلو لخوا په ګول ښې حملې وشوې، خو کرویشیا لوبډله په ۱۰۹مه دقیقه کې په دویم ګول وهلو بریالۍ شوه.

دا د انګلستان لپاره لپاره تر ټولو بوږنونکې صحنه وه، چې ۶۵ کاله وروسته نیمه پایلوبې ته رسیدلي وو او په هغې کې یې له توقع پرته کرویشیا لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

د لوبې په پېل کې انګلستان لوبډلې ګول وواهه چې تر ۶۸مې دقیقې یې دوام وکړ، د کرویشیا لوبډلې لخوا په ۶۸مه دقیقه کې لومړی ګول ووهل شو او لوبه مساوي شوه، وروسته ۳۰ دقیقې اضافي وخت ورکړل شو، چې د کرویشیا لخوا په ۱۰۹مه دقیقه کې دویم ګول ووهل شو او له انګلستان څخه وړاندې شول چې تر پایله یې دوام وکړ.

په دې سره د انګلستان لوبډله له نړیوال جام څخه بهر او کرویشیا د نړیوال جام پایلوبې ته ووتله چې هلته به له فرانس لوبډلې سره په پنځلسم جولایي د یکشنبې په ورځ د ماښام په ۷:۳۰ بجې مخامخ کیږي.

له دې وړاندې به د بیلجیئم او انګلستان ترمنځ د درېیم مقام ترلاسه کولو لپاره په څوارلسم جولایي پلی آف سیالۍ ترسره کیږي، چې ګټونکې لوبډله به درېیم او بایلونکې به څلورم مقام خپل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د