افغانستان

بروکسل کې اشرف غني ته تشریفاتي پروټوکول نه دی ورکړل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ته د بروکسل په غونډه کې د نړیوالو ډیپلوماتیکو اصولو برعکس هیچا تشریفاتي عزت نه دی ورکړی.

تېره ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو هیوادونو مشرانو غونډه پیل شوه، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې د افغانستان مسئله هم په اجنډا کې شامله وه.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په غونډه کې د ګډون په موخه تېره ورځ بروکسل ته ورسېد، خو هوايي ډګر ته يې هیڅوک د درناوي او هرکلي لپاره نه و ورغلي .

بلجیم میشتي خبریال (عبدالله خنجاني) ویلي چې د بلجیم هیواد د تشریفاتو او پروټوکول چارواکو د هر هیواد مشر لپاره یو موټر ځانګړی کړی و، چې له هوايي ډګره یې تر استوګنځي پورې رسول. خو اشرف غني په هوايي ډګر کې بې څوکه او بې موټره و.

که څه هم افغان چارواکي دا پیښه ردوي، خو یوې بلې سرچینې رسنیو ته ویلي چې اشرف غني په هوايي ډګر کې د افغان سفارت لخوا استقبال او د خپل سفارت په موټر کې د استوګنې او کنفرانس ځای ته بیول شوی.

ښاغلی خنجاني د دې کار په لامل کې دوه احتمال ویني، یا دا چې نور میلمانه دومره زیات وو چې اشرف غني ته څوک وزګار شوي نه دي، او یا خو افغان حکومت په نړیوالو ناستو کې خپل اهمیت بایللی دی، چې همدا دوهم احتمال حقیقت ته نږدې ښکاري.

په نړیوالو ډیپلوماتیکو آدابو کې د یو هیواد قانوني مشر د رسمي سفر پر مهال په ځانګړو تشریفاتو استقبالیږي او د پروتوکول کچه یې د کوربه هیواد لپاره د اهمیت د کچې ښکارندويي کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

په پورتنی عکس کی د غونډی په منځ کی یو تور شئ ښکاری، ممکن دا همهغه تور موټر وی کوم چه غنی خان ئې د هوائی ډګر څخه دې دارالفساد ( د غونډی ځای) ته رسولی دی.

مجاهد

مننه چه د کابل غلامانو او بادرانو ته مو دارالفساد یاد کړی

pattang

هغه زما دانا متل دی : د قام سپکه دځان سپکه ده ! اشرف غني خپل اولس خر څ که نو داسې بیغیرته مذدور ته څوک احترام هم نه کوي او داسې یې هم نه بولي لکه د خیرک ادې !!

ُHaibatullah

لاهور هیرا منډی زنده باد
او د لاهور د هیرا منډی مفتیان زنده باد

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x