fbpx

سامسنګ پاکستان کې د ځیرک مبایلونو بیه کمه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د سامسنګ مشهورې کمپنۍ پاکستان کې د خپلو ځینو ځانګړو ځیرک مبایلونو په بیه کې د کمولو اعلان کړی دی.

د نړۍ سترې او مشهورې کمپنۍ سامسنګ اعلان کړی چې دوی پاکستان هېواد کې د ګلیکسي ایس ۸ پلس، ګلیکسي ایس ۹ پلس او ګلیکسي نوټ ۸ مبایلونو د بیو کچه له پنځه زره کالدارو څخه تر لس زره کالدارو پورې ټيټه کړې ده.

«سامسنګ پاکستان» پخپله فیسبوکپاڼه د یادو مبایلونو د بیې کچې ټيټولو اعلان د نامحدودې نیټې پورې کړی.

اوس د ګلیکسي ایس ۸ پلس بیه په ۵ زره روپيو کمولو سره له۹۰ زره کالدارو څخه ۸۵ زره، او د ګلیکسي ایس ۹ پلس بیه د ۱۰ زره روپيو کمولو سره له یو سلو ۲۲ زرو څخه یو سلو ۱۲ زرو ته ټيټه شوه، سربېره پر دې د ګلیکسي نوټ ۸ مبایل بیه چې مخکې ۱۰۰ زره وه اوس ۹۰ زرو ته راټيټه شوه.

سویلي کوریایي کمپنۍ سامسنګ د نړۍ یو له سترو ځیرک مبایلونو جوړونکو څخه ده چې د نړۍ په شاوخوا او په ځانګړي ډول په افغانستان، پاکستان او هندوستان کې په ملیونونو مینوال لري چې د سامسنګ نوي مبایلونو ته هر وخت بیتابه وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Omid Hasas
میلمه
Omid Hasas

nice info