افغانستان

کندوز: چارواکي دشت ارچي کې د خونړۍ جګړې خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کندوز په دشت ارچي کې پر یوه پوځي مېشت ځای د طالبانو د برید په پایله کې د لسګونو عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې په جګړه کې دواړو اړخونو ته درانه تلفات اوښتي، خو بې بې سې د یوې بلې سرچینې په حواله وايي چې د طالبانو په برید کې د ملي اردو ۶۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دشت ارچې په پل مؤمن، پل سیف الدین، جمال، کمال او بلولو سیمو کې پر ګڼو پوستو او د ملي اردو پر مېشت ځای د برید خبر ورکړی دی.

طالبانو په برید کې د یو ټولۍ مشر سفر محمد په ګډون د ۷۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې پکې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو عسکر شامل دي.

دوی په دې جګړه کې د ګڼو مهماتو او نقلیه وسایطو د نیول کېدو یادونه هم کړې ده.

د دشت ارچي ولسوال بحرالدین هم د جګړې پخلی کړی او ویلي يې دي طالبانو د ملي اردو هغه پنډغالی چې په پل مؤمن کې و، نیولی او د قومندان په ګډون يې ټول کسان وژلي دي.

دشت ارچي چې پراخې سیمې يې د طالبانو تر لاس لاندې دي، د کندوز هغه ولسوالۍ ګڼل کېږي چې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا پکې وخت پر وخت د خونړیو بریدونو خبرونه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x