دامريکاحکومت په چين کي دنوي ميزايل په تيارېدوسخت خپګان ښکاره کړ

china_fighter_aircraft

نن ټکی آسیا: دامريکا حکومت په چين کي د نوي ميزايل په تيارېدو سخت خپګان ښکاره کړ.

دچين دغه نوی ميزايل چې يو زر او پنځه سوه (۱۵۰۰) کيلوميتره فاصله وهي ددنيا تر ټولو تېز رفتاره الوتکه او دبار وړونکي سمندري جاز دتباه کولو کامياب صلاحيت لري.

دغه ميزايل دامريکا طیاره باردار بحري جهاز يو ايس ايس جارج واشنکټن غوندي جهازونه په بشپړ ډول له منځه وړلی شي.
ويل کېږي دچين نوی جوړشوی ميزايل دتيزرفتاري اوسمدستي عمل دصلاحيت له وجي ددښمن بحري جهاز ته د رد عمل له موقع ورکولو پرته هغه تخريبوي اوله منځه يې وړي.
له دوهمي نړيوالي جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د امريکا فوځي طاقت له دا ډول خطرسره مخامخېږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.