جوزجان: جنبشیانو د ټاکنو کمیسیون دفتر تړلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): له فاریاب وروسته د جنبش لاریونوالو په جوزجان کې د ټاکنو مرکزي دفتر تړلی دی.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج مني، چې د دوی پارېدلو پلویانو په دې ولایت کې د ټاکنو دفتر ته قلف اچولی دی.

دغه لاریونوال چې د جنبش د یو ټوپکوال نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې يې اعتراضونه تر لسو ورځو هم اوړي، د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

دوی پخپلو شعارونو کې د دوستم بېرته راتګ او د قیصاري خلاصون غواړي، خو حکومت يې پر وړاندې تر اوسه کوم ګام نه دی اخیستی.

نظام الدین قیصاري چې په سیمه کې د اربکیانو مشري هم ورله غاړې وه، له نیول کېدو وروسته يې جنرال دوستم، محمد محقق او عطامحمد نور په غبرګو اعلامیو کې حکومت وګواښه.

دغه اعلامیې چې د ارګ له لومړي معاونیته او د «ائتلاف نجات افغانستان» په نوم د ډلې له دفتره خپرې شوې، حکومت ته پکې خبرداری ورکړل شوی و، چې که قیصاري خوشي نه کړي نو شمال کې به ټاکنې فلج کړي.