fbpx

طالبان په دریو ولایتونو کې دولتي سرتیرو ته د زیاتو تلفاتو اړولو خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۷ل): په داسي حال کې چې په بروکسل او سعودي کې د افغانستان په اړه بیلا بیلي غونډي رواني دي؛ دلته په هیواد کې د ګډو ځواکونو هوایی حملو، شپنیو چاپو او د طالبانو له لوري بریدونو هم شدت اختیار کړی دی.

له تېرو پنځو وروځو راهیسي په ننګرهار، لوګر، خوست، هلمند، زابل او فراه کې د هوایی بریدونو او په هغوی کې ملکي وګړو ته د سر او مال د اوښتو زیانونو راپورونه ورکول کیږي. پر خواله رسنیو یې تصویري او ویډیویي صحني خپریږي.

طالبان وایی تېره شپه شاوخوا دولس بجي د کندز دشت ارچي ولسوالۍ اړوند پل مؤمن، پل سیف الدین، جمال، کمال او بلولو سیمو کې د دوی جنګیالیو پردولتي پوستو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې 1 بیس، 15 پوستې ونیولي، د ټولۍ د مشر قومندان (سفرمحمد) په ګډون 72 تنه عسکر یې په جګړه کې ووژل، چې په وینا یې د مړو جسدونه د جګړې په ډګر پاتي دي.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې په جګړه کې دواړو اړخونو ته درانه تلفات اوښتي، خو بې بې سې د یوې بلې سرچینې په حواله وايي چې د طالبانو په برید کې د ملي اردو ۶۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا د فراه ولایتي چارواکي وایی چې د پنځمې امنيتي حوزې مربوط د باغ پل او رج سيمه کې طالبانو بیګاه شپه پر يوه پوځي مرکز بريد کړی، د والي وياند ناصر مهري په وینا دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتي، خو کره شمیره یې نه ده څرګنده کړي،
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، يوه قرارګاه یې په ټولیز ډول نيولې، لس تنه عسکر یې وژلي او پنځلس تنه نور یې ژوندي له ځان سره بيولي دي.

په فراه کې دا برید په داسې مهال کیږي، چې والي یې‌ دوې ورځې وړاندې ویلي‌ و،‌ په فراه ښار کې اوس امنیتي ګواښونه له منځه تللي دي.

بل خوا راپورونه وایی، چې طالبانو د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې هم د دولتي سرتیرو پر مراکزو مرګوني بریدونه کړي چې ویل کیږي 8 تنه عسکر پکي وژل شوي او 10 کلي د طالب جنګیالیو تر ولکي لاندي راغلي.

طالبانو هم تأیید کړي چې په یاد ولایت کې یې حملي ترسره کړي، په وینا یې د ایرګتال، دیمګه، تاجیکان، ده دهي، چنګها او ځینې نور کلي یې له دولتي ځواکونو نیولي دي. طالبان زیاتوي چې 8 دولتي سرتیري یې هم وژلي او څو نور یې زخمیان کړي دي.

د بدخشان چارواکو یې په اړه دومره ویلي چې په سیمه کې طالبانو پرمختګونه کړي خو له مرکز څخه یې د بیا نیولو لپاره مرستندویه قوه ورغلي او له طالبانو سره په نښته اوښتي. چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د