fbpx

د سعودي حکومت مشهور دیني عالم پر دغو نصیحتونو بندي کړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱چنګاښ ۱۳۹۷ل): د سعودي حکومت مشهور عالم سفر الحوالي او د هغه دوه زامن عبدالرحمن او عبدالله په نامعلوم تور نیولي او بندیان کړي دي.

په ټویټر کې د «معتقلي الرأي» په نامه اکاونټ ویلي چې څیړونکی او مفکر شیخ سفر الحوالي د خپلو دوو زامنو په ګډون د خپل وروستي کتاب تر چاپ څو ورځې وروسته ونیول شو.

دغه کتاب «المسلمون والحضارة الغربیة» نومیږي، د کتاب په یوه برخه کې نوموړي د «نصائح لآل سعود» تر عنوان لاندي د سعودي حکومت او د سعودي علماو رهبري هیئت ته ځیني نصیحتونه کړي دي.

سفر الحوالي ۶۸ کاله عمر لري، د سعودي د مشهورو علماو څخه شمېرل کیږي.

نوموړي په اړه ویل کیږي چې په دې وروستیو کې يې دماغي سکته کړې او په بدن معذور شوی وو.

لاندي ځیني هغه نصیحتونه دي چي د نوموړي په وروستي کتاب کې د سعودي حاکمې کورنۍ ته شوي دي:

https://twitter.com/saudibus222/status/1016381678422560768?s=04

۱- په دې پوهه شئ چې ددې هیواد دین هغه اسلام دی چې الله تعالی نازل کړی دی، نه هغه امریکايي اسلام چې اعتدال ورته ویل کیږي.

۲- مونږ چې نن کوم بداخلاقي، خرابه اداره، د ظلم زیاتوالی، د جرم انتشار، د ماشومانو مشرتوب او نور داسي وینو.. دا ټولي هغه کمزورۍ دي چې مونږ یې د ازالې غوښتنه کوو.

۳- زه تاسو ته بلنه درکوم چې شورا ته راسئ او متقي خلک ورته انتخاب کړئ.
هر څوک چې مشر ټاکل کیږي، زه هغه ته نصیحت کوم چې ستاسو د سیاسي تجربې څخه استفاده وکړي.

۴- تاسو په یوه استثنائي حالت کې یاست.. تاسو چې څومره مال ورکړی، هغه تر اوسه هسي ضایع تللی دی. بلکي کیدای شي ستاسو پر ضد کارول شوی وي، وروستیو پيښو څخه څرګنده شوه چې تاسو باید خپل اوسنی سیاست بدل کړئ.

۵- تاسو خدای پاک د سر خلک ګرځولي یاست، ځانونه مه شاته کوئ.. خپل بهرنی سیاست د متحده عرب اماراتو څخه مستقل کړئ، هغوی ستاسو پر ضد دي او ادعا لري چې تاسو یې ځمکه غصب کړې ده.

۶- دا به ښه نه وي چې ایران خپل یواځینی دښمن وبولئ او د لومړني دښمن «صهیونیانو» په اړه چوپه خوله پاتې شئ، کشکي خبره تر پټې خولې وای، خبره خو ورسره تر اړیکو غځېدلې.

۷- په بندي خانو کې د دیني عالمانو او حقوقیانو سره اقلا د زانیانو، شرابیانو او نشیانو په څېر معامله وکړئ، داسي مه کوی چې په اخترونو او خاصو فرمانونو زانیان او شرابیان خوشي کوی خو دیني عالمان په بند کې ساتئ.

۸- د «نیوم او قدیه» په نامه پروژو تر جوړولو مخکې هر سعودي ته کور ورکړئ، د جدې ښار څخه د مردارو او سیلابي اوبو ایستلو نظام سم ورغوی، د سره سمندر د تخریب او هلته د کبانو د مړیني مخه ونیسي او نور داسي ډیر څه دي چې د ژوند اساسیات دي.

۹- زه تاسو ته نصیحت کوم چې خپل د منتقدینو خبري په خپله وګورئ، ځکه چې هغه د عیوبو د اصلاح لپاره د هیندارې حیثیت لري، خپل چاپلوسانو او تعریف کوونکو ته مه ګورئ، که څه هم په هغو کې به یې ځیني عالمان وي.

۱۰- په دې مه غولیږئ چې ولس صبر کړی دی، ځکه چې صبر هم حد لري. صبر کوونکی هر وخت پاڅون کولای سي.. ډیر صبر کوونکي غوصه هم دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د