علماء د ملک سلمان سره د لیدنې پر مهال

د مکې د غونډې غیر حکیمانه پریکړه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

له توقع سره سم د مکې مکرمې غونډې په یو لوریز ډول په افغانستان کې د امریکایانو په ګټه خپله پریکړه صادره او هغې یې د دیني علماوو فیصله وبلله.

د یادې غونډې پریکړه ځکه نا سنجیده او غیر حکیمانه ده چې د ستونزې اصلي عامل (بهرني اشغال) په اړه ورکې مطلق تجاهل شوی او د پریکړه لیک په ټول متن کې کم تر کمه د امریکايي اشغال د نوم اخیستو جرئت هم نه دی شوی.

چې دا تجاهل به له دوو حالتونو خالي نه وي:

یا به د غونډې د برخوالو درک او بصیرت له افغان لانجې څخه همدومره وي چې نه به د محاربو امریکایانو له ۱۷ کلن اشغال څخه خبر وي او نه به هغه د ستونزې د اصلي عامل په حیث پیژني.

او یا به بهرني اشغال د ستونزې د اصلي عامل په حیث پیژني خو د امریکایانو د زر او زور له وجې به یې د غونډې پریکړه د هغوي په ګټه صادره کړې وي.

چې په دواړو صورتونو کې یاده پریکړه له شرعي او عرفي لحاظه نا مشروع، نا سنجیده او له علمي پلوه نیمګړې پریکړه ده.

له علمي او حقوقي اړخه کله چې یو دریمګړی جهت د متنازعو لوریو ترمنځ پریکړه کوي نو لومړی ځانته د طرفینو د نزاع عوامل او د متنازعینو ماهیت پوره معلوموي او بیا د هغه واقعیت پر اساس پریکړه کوي چې د نزاع پر طرفینو یې بیا منل او عملي کول الزامي وي.

خو د مکې مکرمې د غونډې پریکړه له د غو علمي او شرعي مسلماتو څخه په مطلق تجاهل او فقط د یوه جانب ( امریکا ) مصلحت په پام کې نیولو سره داسې عندې پریکړه ده چې پرشرعي نیمګړتیاوو سربیره د منځګړیتوب له منل شویو مقرراتو سره هم هیڅ اړخ نه لګوي.

دا یو ډیر ښه فرصت و چې اسلامي کانفرانس د سعودي چارواکو په نوښت د افغانستان د اوږدې غمیزې د حل لپاره دغسې د یوې علمي غونډې په رابللو سره د افغانستان د نزاع (لانجې) ښکیل اړخونه په جلا جلا ډول لیدلي ، د هغوی د نزاع عوامل یې درک کړي له ټولو اړخونو یې هغه څیړلي او بیا يي ورباندې خپله پریکړه صادره کړې وای.

خو له بده مرغه چې په اوسنۍ غیر معقولې او غیر شرعي پریکړې کې دا طلايي چانس هم ضایع او کوم حیثیت او رول چې سعودي عربستان او اسلامي کانفرانس د اسلامي نړۍ د ستونزو په هواري کې درلود هغه هم بي اعتباره شو.

د سعودي چارواکو تر اشراف لاندې په جده او مکه مکرمه کې د علماوو په نوم د غونډې رابلل او بیا پر هغوی باندې د غه ډول مسخره ډوله پریکړه صادرول په حقیقت کې د اشغالګرو امریکایانو د هغو سازشونو تسلسل دی چې د اسلامي نړۍ د بي ثباته کولو لپاره یې په کار اچولي.

امریکایان غواړي په دغه ډول کړنو سره د خپلو د تابعو چارواکو په وسیله حرمین شریفین هم د مسلمانانو خلاف وکاروي او په دې سره د مسلمانانو په زړونو کې د هغوي مذهبي حیثیت او وقار متضرر کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د