fbpx

ټرمپ د افغان له جنګه ناامیده سوی دئ

واحد فقیري

رویټرز د جولای پر ۱۰ باندي لیکي عالي رتبه امریکايي چارواکي وايي متحده ایالات غواړي چي په افغانستان کي پر خپلي ستراتیژۍ باندي یو کرت بیا تجدید نظر وکړي، ځکه جمهور رئیس ټرمپ په افغانستان کي د امریکا د ستراتیژۍ په اړه خپل نارضایت څو ځله ښکاره کړی دئ.

رویټرز لیکي قریب یو کال کېږي چي په افغانستان کي د ټرمپ ستراتیژي عملي کېږي، خو د افغان جنګ د پخوا په شان یو څرګند بن بست ته رسېدلی دئ. د ملکي افغانانو مرګ ژوبله زیاته سوې ده. طالبانو زیاتي سیمي لاندي کړي دي، او د افغان امنیتي قواوو قابلیت او موثریت په شک کي دئ.

عالي رتبه امریکايي مامورین وايي دوی باور لري چي ډیر ژر به سپینه ماڼۍ د افغانستان په باره کي د رواني ستراتیژۍ د تجدید نظر امر وکړي. پدې تجدید نظر کي به د طالبانو سره د مذاکراتو کول هم شامل وي.

یو عالي رتبه امریکايي مامور رویټرز ته ویلي دي چي ټرمپ څو کرته د خپلو مامورینو څخه پوښتلي دي چي په افغانستان کي مو څه پرمختګ کړی دئ. ټرمپ مدام په مجلسونو کي دا سوال کوي، «موږ د خپلو پيسو په مقابل کي څه تر لاسه کړي دي؟» د افغانستان او سیمي د چارو امریکايي ماهر ښاغلی مایکل کوګلمېن وايي، «لدې تجدید نظر څخه را وروسته به د ټرمپ اداره وايي چي په افغانستان کي‌ حالات بهتره سوي نه دي، نو بناء زموږ د پاته کېدو لپاره کوم موجه دلیل نور نسته.»

تبصره:

امریکايي مطبوعاتو څو ځله رپوټ ورکړی دئ چي ښاغلی ټرمپ په افغانستان کي د خپلو جنرالانو د پرمختګ په باره کي شکمن دئ. ټرمپ ګومان کوي چي امریکايي جنرالان د جنګ په ارتباط رشتیا نه ورته وايي. او همدا سبب وو چي ټرمپ جنرال نیکلسن برطرفه کړ، او د هغه له کارونو څخه ئې خپل نارضایت ابراز کړ.

دغه راز، ټرمپ د اشرف غني پر قابلیت او نیت باندي هم سخت شکمن سوی دئ، او اشرف غني ته د یو مکار او نالایقه ګوډاګي په سترګه ګوري. ویل کېږي کله چي ښاغلی پامپیو کابل ته تللی وو، هلته ئې په خصوصي مجلس کي له اشرف غني څخه خپل نارضایت څرګند کړی وو،‌ او د کابل رژیم مشران ئې سخت سپک کړي ول.

د ښاغلي پامپيو د همدې ناوړه چلن په مقابل کي افغانستان ټایمز- د کابل رژیم رسمي انګریزي اخبار- پخپله سر مقاله کي (جولای ۱۰) شکایت کړی دئ، او لیکي دي: «۱۷ کال کېږي چي امریکا په افغانستان کي نظامي مداخله کړې ده، خو نه امنیت سم سو،‌ او نه هم افراطي ډلي ختمي سوې. د امریکا یو عالي رتبه دپلومات کابل ته داسي پټ راځي چي د کابل حکومت ئې حتی راتګ هم نه سی تاییدولای.»

بلخوا، په واشنګټن کي د ټرمپ ادارې د ځینو مخورو افغانانو سره ملاقاتونه پدې غرض زیات کړي دي چي د اشرف غني د برطرفه کولو لپاره کومه چاره وسنجوي، ځکه واشنګټن باور لري چي په شمال کي رواني ناکرارۍ د اشرف غني د بې کفایتۍ، بدو پالیسو، او ابن الوقتۍ نتیجه ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

که اجازه وی د پورته لیکنی د وروستیو دوو کرښو په هکله به یو لنډ تحلیل ( غلط یا صحیح) وړاندی کړم: زه د ( پرونی) سوسیال امپریالیزم او ( ننی) لیبرال امپریالیزم د چاپلوسو مزدورانو او همدارنګه افراطی نشنلیسټانو او لیبرالیسټانو او همدارنګه د طالبانو د فکری انډیوالانو غوندی د غنی جان غندنه او ستاینه د وچو احساساتو له مخی نه بلکه د ځینو ترخو واقعیتونو پر بنسټ د ځان حق بولم. ځینی خوش باوره کسان د تجاهل له مخی یا د جهالت له مخی یا د نورو مرموزو انګېزو له مخی د غنی د دستګاه غوڅ! اقدامات د… نور لوستل »