کنډایې ډیپلوماټ نړۍ د ټرمپ په خلاف را وبلله

سکاټ ګیلمر

ژباړه: بخت الرحمن شرافت

کنډايې ډیپلوماټ ښاغلي (سکاټ ګیلمر)) لیکلي نړیوال په خاصه تو ګه اروپایي هیوادونه باید دټرمپ په وړاندي نرمه لهجه استعمال نه کړي، ځکه ټرمپ په نرمه لهجه نه پوهیږي او نه دنرمو خبرو او ملامتیاوو پروا لري، ټرمپ هغه څوک دئ چې دماشومانو پروا نه لري، وماشومانو ته دپنا ورکولو حمایت کونکي یې دپنجرو شاته کینولي، دښځو په مقابل بي شرمانه او نازیبا ژبه استعمالوي، دملګرو او دوستانو پروا نه لري دوست بې عزته کوي او دوښمن ته ددوستۍ لاس اوږدوي.

نوموړی لیکي مونږ یې ټوکي، مسخرې او ډیپلوماسي بولو خو ټرمپ به یو وخت په لړمانه کې په چاړه وهلي یو، ګیلمر وړاندي ځي او وايي ډير حیران یم او نه پوهیږم چې هیوادونه ولي د ټرمپ د ښکاره خلاف ورزي او تیري په مقابل کي تر اوسه بي تفاوته پاتي دي، ټرمپ یې پر مالونو او شرکتونو او حکومتي ادارو باندي مالیه حواله کوي، حکومتي ادارو پر فعالیتونو یې ناروا بندیزونه لګوي، له هیوادونو سره د لاسلیک شويو قراردادونو څخه سر غړونه کوي، دعهد او پیمان پروا نه لري، په یو او بل چل او فریب باندي دحکومتونو او ازادو شرکتونو دشکونې او لوټونې کوښښ کوي او دوي ورته لاس ترزنې ناست تماشه یې کوي.

هیوادونه پرځاي ددې چې ورسره ورته معامله وکړي، دکورنۍ وغړو، دوستانو او دنوموړي ددفتر مامورینو ته ولجې ورکوي، د سوداګرۍ په ډګرکي یې دکورنیو دغړو شرکتونوته اسانتیاوي برابروي، د ټرمپ کورنۍ سوداګري ته خپلو هیوادونو کي د فعالیت لاره خلاصوي، نوموړي دلته دنورو هیوادونو په څنګ کې یو هیواد ته اشاره کړې وایې چې ټرمپ یې د نفتو شرکتونو باندي نا جائزه مالیه حواله کوي، او دوي پر ځاي ددې چې ورسره ورته سلوک وکړي، دټرمپ د زوم کوم تعمیراتي شرکت کې په لویه کچه پانګونه کوي.

سکاټ ګلیمر وايې فرانسه نور نشي کولای چې ټرم په تود هرکلي او اوږو باندي ټکولو سره راضي کړي ترڅو دپاریس د تړون برخه پاته سي.

همدارنګه دجرمني لومړۍ وزیره ((چانسلر انجیلا میرکل)) نور توان له لاسه ورکړی ترڅو په خپله نرمه او قانع کونکي ژبه باندي ټرمپ دناټو تړون له ماتولو او تضعیفولو څخه را وګرځوي.

او زمونږ هیواد ((کنډا)) هم نور ستړی شوی چې ټرمپ راضي کړي، ترڅو دکنډا د((فولادو)) بر کارخانو او شرکتونو باندي مالیه ونه ولګوي، ډیپلوماټ لیکي نور ددې وخت تیرشوی چې هیوادونه دي له ټرمپ سره په ډيپلوماټیکه ژبه خبري وکړي، ټرمپ د ډیپلوماسۍ ټول اخلاقي وصول مات کړي، هیوادونه باید ټرمپ خوږ ځاي باندي ووهي ترڅو دخوږو خوند وویني او پوه شي.

ګلیمر لیکي حیران یم ټرمپ ځیني اروپایي او عربي هیوادونو باندي دماليي به نوم جرمانې حواله کوي خو اړوند هیوادونه پرځاي ددې چې ورسره ورته عکس العمل وکړي، دکورنۍ غړو، لور، زوم او د میرمنې اړوند شرکتونو ته خپلو هیوادونو کې دکارکولو جوازونه ورکوي، ټرمپ و چین ته واردیدونکو توکو باندي مالیه ولګوله چین پرځاي ددې چې ورته معامله ورسره وکړي دټرمپ دلور شرکت ته یې چین کې دکارکولو جواز ورکړ.

نوموړی وایې ټرمپ له هیوادونو سره سوداګریزه جګړه کوي، خو هیوادونه پرځاي ددې چې دهیواد په کچه د امریکا له حکومت سره دبهرنیو چارو وزارت له لاري خبري وکړي مستقیما له ټرمپ او دټرمپ له نږدې ملګرو سره اړیکي ساتي(( چې دې ته دحکومتونو او اشخصاصو ترمنځ اړیکه ویل کیږي، کوم چې اشخاص له حکومتونو څخه ناوړه استفادې کوي))

نوموړی لیکي د هیوادونو مشران پوه شوي چې امریکا کي دسرمایه دارانو حکومت دئ، حکومت کې چوکۍ اخیستل کیږي، نوموړي وایي تا سو څه فکر کوۍ چې ټرمپ به دامریکا دصدارت چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره څومره پیسې په کار اچولې وي، ټوله امریکا پوهیږي چې دټاکنو پروخت روسیي مستقیما مداخله کړې وه، داچې مداخله یې د ټرمپ په ګټه اونفع وه دامریکا دمختلفو څارګرو اداروپه شمول ټول حکومت چیغي وهي چې روسیې امریکايې ټاکنو کي لاس لاره، خو ټرمپ یې په وړاندي هیڅ عکس العمل نه ښي ځکه چې د روسې مداخله د ټرمپ په ګټه وه.

کنډایې ډیپلوماټ وایې، زه پرټولو اروپایې هیوادونو غږ کوم چې ټرمپ نور په ډیپلوماټیکه ژبه نه پوهیږي، مونږ یې باید خوږ ځای ولټوو، هغه ځاي کې یې ووهو چې درد محسوس کړي او چیغي یې پورته شي.

نوموړی وايې که هیوادونه اوس هم په دې فکر کي وي چې زمونږ قناعت بخشه ډیپلوماسي او نرمه ژبه به ټرمپ دې ته وهڅوي چې دپاریس له تړون سره بیرته یوځاي شي، یا دناټو تړون احترام وکړي، او یا ددغو هیوادونو پر صا درا تو او وارداتو باندي له اچول سوې مالیي څخه به پرشا سي داهسي د وخت ضیاع او بي ځایه چورتونه دي.

ترڅو پوري چې له ټرمپ سره ورته عمل تر سره نه شي ټرمپ زمونږ دمشکلاتو او خنډونو پروانه لري، تاسو پوهیږۍ چې ټرمپ په یو او بل ډول دامریکا د ولس په شمول ټول خلګ خوابدي کړې، امریکا کې پرځیني نړیوالو شرکتونو باندي دمالیي لګولو په صورت کي (۱۴۰۰۰۰) یو سل او څلویښت زره ځوانان وزګار شوي، او ټرمپ دا هرڅه دامریکا نه، بلکي دخپلو او خپلی کورنۍ دغړو دشرکتونو دپرمختګ او ګټو لپاره کړي دي، نړۍ پوهیدلې چې ټرمپ ته امریکا نه بلکي خپل او دخپلې کورنۍ تجارت مهم دۍ او هیوادونو هم پرځاي ددې چې دهیواد په کچه له امریکا سره تعامل وکړي له ټرمپ سره شخصي اړیکي جوړوي او دټرمپ په خوشخاله کولو او دنوموړي نږدې ملګرو او کورنۍ غړو ته په بډو ورکولو سره خپلي ګټي خوندي کوي.

دوي باید پوه سي چې ټرمپ ډیر سپین سترګي سړی دئ، هیوادونه دي دافکر نکوي چې ټرمپ او دټرمپ کورنۍ ته په بډو ورکولو سره به خپلي ګټي وساتي.

دا سمه ده چې ټرمپ د امریکا پروا نه لري خپلو شخصي ګټو ته وړاندي والی ورکوي او دنوموړي دغلطو او نا انصافه سیاستونو ښکار هیوادونه بیا ورسره د دمملکت او شخص اړیکو ساتلو ته اهمیت ورکوي، ((دټرمپ دظالمانه تجارتي سیاستونو ښکار هیوادونه پرخاي ددۍ چې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت له لاري اړیکه ونیسي د ټرمپ او ټرمپ دکورنۍ له غړو سره اړیکه نیسي او ددوي په خوشحاله کولو سره دحل لاره لټوي))

نوموړی وایې دټرمپ د ظالمانه تجارتي سیاستونو ښکار هیوادونو ته زما مشوره داده چې نور دي د ټرمپ او دټرمپ دکورنۍ وغړو ته د قیمتي ډالیو په شکل رشوتونه نه ورکوي، او نه دي له امریکا څخه صادریدونکو لاسي دست مالونو او کاغزي توکو باندي مالیه لګوي،، ځکه دایي حل نه دۍ ټرمپ داسي یو کس دئ چې نه زمونږ او نه دامریکا دخلګو پروا لري، ټرمپ دخپلو ځاني ګټو لپاره مونږ او امریکا دواړه د اور وکندې ته ټیل وهي.

ټرټولو ښه حل همدا دۍ چې د ټرمپ په سترګو کې سترګي واچوو، خوږ یې کړو په نړۍ کې دټرمپ د ګټي ځایونه ولټوو دنوموړي دکورني تجارت او ګټو مخه ونیسو.
کنډایي ډیپلوماټ وایي انګلستان کولی سي چې په هیواد کې دټرمپ شرکت د ملیارډونو ډالرو په ارزښت ((ګالف میدانونه)) بند کړي، اروپایي هیوادونه قانوني اجازه لري چې دټرمپ شرکت اړوند ټولو لوړ پوړو کسانو اوهمدارنګه د امریکا په حکومت کې دټرمپ د نظریې ملاتړ کونکو کسانو ته ویزې ورکول بند کړي، ځکه د اروپایې هیوادونو د ویزې د ورکړې سیاست کې یواځي مجرم نه بلکي دمجرم ملاتړی هم نسي کولی چې اروپایي هیوادونه ته سفر وکړي.

سکاټ ګلیمر وایي زه پوهیږم چې زما لیکنه به تاسو ته دعاقل انسان عاقلانه وړانديز نه ښکاري او زه هم ښه پوهیږم چې دا ډول وړاندیز دکوم سالم دماغ لرونکي انسان سالم وړاندیز نشي بلل کیدلی، خو ټرمپ دومره ظالمانه او منفي سیاست شروع کړی چې نور یې خپله دامریکا ولس او نړۍ ترپوزې راوستلې، اوټولې ډیپلوماټیکي هڅي یې په وړاندي ناکامه شوې نړۍ اړشوې چې ورسره ورته عمل وکړي ترڅو درد وویني ، که نړۍ بیا هم غواړي چې ټرمپ به په ډیپلوماټیک سیاست باندي لارې ته راولي دابه دنړۍ والو ستره تیروتنه او((دحتمي الوقوع او اجتناب نا پذیري)) پیښي دمخنیوي لپاره ناکامه هڅه وي.

ډیپلوماټ اخیرکي لیکي دا څرګند حقیقت دئ چې مونږ ټول د ټرمپ دمنفي او ظالمانه سیاستونو ښکار سوي یو،ځیني دماشومانو دحقوقو ددفاع په مقابل کي د پنجرو شا ته اچول شوي، نوریي بیا دبهرني غلط او ناوړه سیاست له امله خوابدي کړې،،، روسیې ته یي ددوستۍ لاس غزولې، او د امریکا پخوانیو او رښتنو دوستانو باندي یې تجارتي بندیزونه لګولي، میرمنې یې په سپکو او ناوړو الفاظو یادي کړې او دځوانانو دروزګار پروایې نه ده لرلې.

نوزه پوهیږم چې ټول دټرمپ دمنفي او ظالمانه سیاستونو ښکار یو او ټول اړخونه غواړي دټرمپ زخمي ځاي پیداکړي ترڅو ورباندي وار وکړي او خوږ یې کړي.
کنډایې ډیپلوماټ وایې ددې لپاره چې ټرمپ خوږ کړو باید لاندي ځایونوکې ورباندي برید وکړو.

نوموړي ډیپلو مات د اوه دیرشو ((۳۷)) داسي شرکتونو چې یا خپله دټرمپ وي اويا د ټرمپ له شرکتونو سره تړاو لري یو لړلیک د لیدونکو په وړاندي ایښی او له نړیوالو په خاصو توګه اوروپا، چین او ځیني عربي هیوادونه څخه یې غوښتي چې دغو شرکتونو سره مقاطعه ((پریکون)) اعلان کړي.

نوموړی وایې کولی سو له څلورو مختلفو لاروڅخه دټرمپ شرکتونوباندي بندیز ولګوو

۱: ساده کار خو دادئ چې دټرمپ شرکتونو سره په ولسي نه بلکي په حکومتي کچه مقاطعه (پریکون) اعلان کړو.

۲: له شرکتونو سره اړیکي ونیسو چې مونږ ولي ورسره پریکون اعلان کړی لامل یې څه وه.
۳: ټولنیزو رسنیو څخه کار واخلو او دټرمپ شرکتونو یا هغه شرکتونه چې ډټرمپ دشرکتونو توکي پلوري په وړاندي ولسي قهر او غضب را وپاروو او ملتونه یې په زیان او نقصان باندي پوه کړو.

۴: ټولو هم فکره کسانو ته دټرمپ دشرکتونو او یا هغه شرکتونه چې دټرمپ دشرکتونو دپرمختګ لپاره کارکوي لیستونه واستوو ترڅو ور سره مقاطعه اعلان کړي.

نوموړی وایې دا دیو ځل کار نه دي وخت په وخت باید مونږ مالومات تازه کړو او په نړۍ کۍ دټرمپ دشرکت اړوند هوټلونه او ګالف کورسونه او تعمیراتي پروژې تعقیب کړو، چې ترکومي کچي پوري مقاطعي ورباندي اثر کړی، او وخت په وخت هیوادونه وهڅوو ترڅو ورباندي نور بندیزونه ولګوي.

نوموړي یوه جمله لیکلی وایي:: (داچي ټرمپ مو په لرګو وهي او مونږ ګاجري ور غورځوو،، داسي نه شي کیدای دلرګری جواب باید په لرګي ورکړو)).
فکرکوم کنډايې ډيپلوماټ ډيري ښې موضوع ته اشاره کړې، رښتیا هم دټرمپ دغلط سیاست او ظالمانه کړنو ښکار هیوادونه پرځاي ددې چې د امریکا له حکومت سره دبهرنۍ ډیپلوماسۍ او قناعت بخشه دلائیلو په مټ ټرمپ قانع کړي ترڅو خپل غلط سیاست باندي نظر ثاني وکړي.

باید چې ورسره ورته عمل وکړي او خپله ټرمپ او دټرمپ ملګري دشخصي خنډونو او مشکلاتو له لاري قانع کړي ترڅو خپلو ځاني ګټو لپاره نړۍ کې بل کړل شوي اور څخه لاس په سرشي.

داچې امریکا کي ((اولیګارشیزم)) برلاسی دئ دحکومتونو په ټاکلو او نړولو کي د امریکا دګوتو په شمیر ((اولیګارک)) مستقیما لاس لري، پارلمان یې تر تاثیر لاندي دې، او ټرمپ هم یو له دغو ((اولیګارکانو)) څخه شمیرل کیږي، نړۍ کي يې دشرکتونو او تجارت جال خپور کړی، کچیري نړۍ دامریکا د دټول ولس پرځای ددڅو محدودو ((سرمایه دارانو په مقابل کي)) ودریږي پرشرکتونو او تجارت باندي یې بندیزونه ولګوي،، ټرمپ او ملګري به یې اړکیږي چې د نړۍ په وړاندي خپل ظالمانه او جابرانه سیاست باندي نظر ثاني وکړي او د نړۍ له زو رونې او کړونې څخه لاس په سرشي.

ځکه د امریکا په تاریخ کې ددغه هیواد دحکومتو نو په جوړښت او د هیواد په بهرني سیاست کې ((اولیګارشیزم)) مهم رول لوبولی، او د ګوتو په شمیر څو تنه ثروت مندان دحکومت لوړپوړي او مهم چارواکي دخپلې مرضي مطابق چرخوي.

امریکا کې ثروتمندان دومره واکداره دې چې حتی ددغه حکومت دڅارګرې ادارې ((سي آي اې)) ځیني مهمي استخباراتي پروژې ددغه هیواد د اولیګارشانو ((ثروتمندانو)) لخوا په ټیکه اخیستل کیږي، ترټولو روښانه مثال یې د نړۍ په کچه مالدار امریکایې ((جیب بیزوس) دئ.

جیب بیزوس له (( سي آي اې)) څخه د شپږ سوه ملیونه ډالرو په ارزښت (دکلاوډ کمپیوټینګ)) په نوم یوه ټیکه اخیستې چې نوموړی به د ((CIA)) لپاره دمالوماتو دشریکولو او خوندي کولوځیني خاص سرورونه جوړوي.

بنآ ګلیمر ډیر ښه ټکي ته اشاره کړې، نوموړی وایی ددې لپاره چې دامریکا غرور مات کړو باید دغه هیواد کې څو تنه دګوتو په شمیر مغروري ککرۍ ماتي کړو ځکه همدغه څو ککرۍ دي چي خپله عام امریکایان او نړۍ ټوله ورڅخه په تکلیف ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د