fbpx

کابل کې د افغانستان او فلسطین ترمنځ دوستانه فوټبال سیالۍ کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده چې په پلازمینه کابل کې به راتلونکې اګست میاشت کې د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره کیږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون تېره ورځ پخپله فیسبوکپاڼه د اګست میاشتې په ۱۹مه نېټه د فلسطین او افغانستان ترمنځ په کابل کې د نړیوالې دوستانه فوټبال سیالۍ اعلان کړی دی.

دغه ورځ چې د افغانستان زمري میاشتې ۲۸مې نېټې سره سمون خوري، په افغانستان کې د انګریزي ښکیلاک څخه د هېواد خپلواکۍ ورځ لمانځل کیږي.

د زمري ۲۸مه د خپلواکۍ ورځ هر کال په هېواد کې په یو شمېر مختلفو ډولونو لمانځل کیږي چې له ډلې یې ورزشي لوبغاړي هم د خپلواکۍ نعره په سیالیو ترسره کولو بدرګه کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دوی د فلسطین لوبډله کابل ته دعوت کړې ده چې د دواړو ملي لوبډلو ترمنځ د دوستانه تمریناتي سیالۍ هوکړه شوې ده.

افغانستان لوبډله اوسمهال د فیفا فدراسیون په نړیوال رینکیګ کې ۱۴۵م نمبر لري، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال اپریل میاشت کې یې ۱۲۲م نمبر هم ترلاسه کړی و.

څو ورځې وړاندې په لسم جولایي د افغانستان فوټبال فدراسیون د نوي مشر روزونکي چې انوش دستګیز نومیږي ټاکل هم اعلان کړل.

د یادونې وړ ده چې افغانستان له دې وړاندې هم د بهرنیو لوبډلو کوربه توب کړی، بېلګه یې د پاکستان فوټبال لوبډله ده چې څو کاله وړاندې افغانستان ته د سیالیو لپاره راغلې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د