fbpx

زرمت، هلته چې کورونه په هدیرو بدل شول

احمد زرمتی

شهادت، زخمي کیدل، اسارت او هجرت خو هغه کیسې دې چې له تیرو څلویښتو کلونو را روانې دي او هر افغان په تن او روح زغملې دي. مګر داسې به ډیر کم پیښ شوي وي، چې د یوه کور ټول اعضاء په ډلییز ډول شهیدان او ودان کور په هدیره بدل شوی وي.

زه به درته د خپلې ولسوالۍ( زرمت) د شملزو د کلي کیسه وکړم چې په تیرو لسو کلونو کې دوه ځله  په کې سلامت کورونه د امریکایي بمبار له امله په هدیرو بدل او نږدې ټول غړي یې ووژل شول.

لومړی پیښه پوره لس کاله وړاندې د ۲۰۰۸ کال د جون په دیارلسمه پیښه شوه.د شملزو کلی د زرمت ولسوالۍ په شمالي اړخ کې  د سهاکو په پراخه سیمه کې موقعیت لري. په هغه شپه همدلته د طالبانو او امریکایي چاپه مارانو تر منځ جګړه وه. د اسمان مخ قسماقسم الوتکو نیولی و. د مرمیو کړسهار، د بنګنو بنګهار او د جت طیارو غومبرو غوږونه کڼول. زه د خپل کور په برج کې ناست وم او د دوه طرفه جګړې سپرغۍ مې څارلې. چې ناڅاپه له یوه لړزوونکي درب سره د کلي له منځه لمبې پورته شوې. شیبه لا نه وه تیره چې امریکایي طیارو یو بل دروند بم هم راخطاء کړ او د کلي منځ یې وویشت.

موږ چې د امریکایي څرخکو، بې پیلوټه او نورو طیارو له بریدونو سره بلد و، دومره لوی انفجار مو کله هم نه و لیدلی. سهار سپیده چاود چې امریکایان له کلي ورټول شول. کلیوال د بمبار سیمې ته ورغلل. دواړه بمونه د یوه غریب کلیوال نظر اکا پر کور لګیدلي و. د نظر اکا کلا او کوټې نسکور پراته و، حتی د فصیل دیوال یې هم یوه خوا نړیدلی و. نظر اکا د کورنۍ له یوولس تنه غړو سره شهید شوی او په کور کې هیڅ ژوندی ساری ژوندی نه و پاته.

د شهیدان د را ایستلو په وخت ولیدل شول چې د کور زنانه او ماشومان په خپلو بسترو کې پراته و، ماشومان د خپلو میندو په غیږ او څنګ کې هماغسې په ویده حالت کې په شهادت رسیدلي وو. د نظر اکا د کور یوازې یو تن  محمد اسحاق چې دا مهال په سعودي عرب کې مسافر و ژوندی پاته شو. کلیوالو د نظراکا کور د هغه د شهیدې کورنۍ په هدیره بدل کړ. د کور په یوه اړخ کې یې ګڼ قبرونه وایستل او په دې توګه د دموکراتانو د بمبار په نتیجه کې د شملزو د کلي و ودان کور به ډلییز قبر بدل شو.

له هغې پیښې لس کاله تیر شوي دي. تیره شپه د جولای په ۱۳ مه یو ځل بیا هماغه د شملزو په کلي کې یو سلامت کور په هدیره بدل شوی دی. کیسه داسې وه چې د پنجشنبې په ورځ امریکایي عسکرو او داخلي کمانډویانو د سهاکو په سیمه کې عملیات پیل کړل. د شپې مهال یې په بیلابیلو سیمو کې بریدونه او بمبارونه شروع کړل، چې په دې لړ کې د شملزو د کلي د حاجي خاصه دار په نوم د یوه عام افغان کور هم بمبار او په کور کې موجود ټول د کورنۍ غړۍ چې شمیر یې ۱۲ ته رسیده په شهادت رسیدلي دي.

له دې نه علاوه د زرمت په دې سیمه کې نور هم خلکو ته ډیر تلفات رسیدلي. تر اوسه دقیق شمیر نه دی معلوم خو ویل کیږي چې د ټولو ولسي شهیدانو شمیر لسګونو کسانو ته رسیږي. په داسې حال کې چې په اجتماعي رسنیو کې په زرمت کې د ولسي وګړو د شهادت مستندې ویډیوګانې خپریږي د اشرف غني د رژیم دفاع وزارت اعلان کړی چې په زرمت کې یې ګڼ شمیر طالبان وژلي دي.

زرمت د پکتیا له پراخو ولسوالیو څخه ده چې تر دوه لکه زیات نفوس لري.د دې ولسوالۍ خلکو ته د امریکایي یرغلګرو او د هغوی د اجیرانو یوازینی ارمغان بمبارونه، ډرون بریدونه، چاپې، تلاشۍ او پوځي عملیات دي. په تیرو اوولسو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې خورا ډیرې غمیزې پیښې شوي دي. چې د شملزو د کلي د دوو کورونو په هدیرو بدلیدل یي مشت نمونه خروار بللی شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د