fbpx

نواز شریف او لور یې لاهور ته تر رسیدلو وروسته ونیول شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۷ل): د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف او لور یې لاهور ته ورسیدل.

دوی د لندن څخه د اتحاد ایرلاینز په الوتکه کې د ابوظبي پر لاره راغله او الوتکه یې لږ ګړی مخکي په لاهور کې کښته شوې ده.

ددې تر مخه ویل کیدل چې ددوی الوتکه به د امنیتي ملوحوظاتو له امله اسلام اباد ته ولیږل شي، خو د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس الوتکه په لاهور کې ناسته کړې او نواز شریف د خپلې لور سره یو ځای د الوتکې څخه راوتلی او نیول شوي دي.

د هوايي ډګر د رسمي اجراءاتو د پای ته رسیدو سره سم دواړه لور او پلار د امنیتي چارواکو له لوري ونیول شول.

پر دوی دواړو باندي څو ورځې وړاندي محکمې د فساد په تور لس او اته کاله د بند پرېکړه کړې وه.

د پریکړې پر مهال نواز شریف او لور یې مریم نواز په لندن کې وه.

د راپورونو سره سم د لاهور هوايي ډګر ته د نوموړي په زرګونو ملاتړي پر لاره دي خو حکومت یې هوايي ډګر ته مخه نیولې ده.

د یادونې وړ ده چې د رواني میاشتي پر ۲۵مه نیټه په پاکستان کې عمومي پارلماني ټاکني کیږي چې ګټونکی به یې راتلونکی حکومت جوړوي.

د کتونکو په نظر د نواز شریف او لور یې بیرته راتګ او د هغه سره تړلي خبرونه به پر راتلونکو ټاکنو دروند اغیز ولري.

په ځانګړي ډول دواړه پلار او لور یې په لندن، ابوظبي او الوتکه کې داسي پيغامونه ورکړه چې د خلکو احساسات را وپاروي او ځان هیواد او ولس ته ژمن وښيي.

ګمان کیږي چې نواز شریف او لور یې د چورلکې په واسطه د لاهور څخه اسلام اباد ته او بیا اډیاله جیل ته ولیږل شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ښه سو ده چي د افغانستان د اردو له منځه وړل خپله کارنامه ګڼل او دا يې د ځان لپاره وياړ باله او د ګران هيواد افغانستان په ورانولو او د دې ځای د پتمنو خلکو په خوارولو او درپه دره کولو کي لويه ونډه لري او د خپلو بې وزلو خلکو له ګرابلو يې هم لويي غلاوي کړي دی لوی او منتقم څښتن تعالی ده ته هم دغسي سزا ورکړه. لویه څښتنه د دوی بل لوی غله زرداري او د اسلام او اسلامي علماوو او ارزښتونو سر سخت دښمن جنرال پروېز مشرف او د دوی او زموږ ټولو غټو… نور لوستل »