fbpx
علماء د ملک سلمان سره د لیدنې پر مهال

د جدې – مکې کنفرانس سابقه لري

mahmood sha

قاري محمود شاه

وينا: قاري صاحب محمودشاه
لنډيز او ليکنه: لطف الله خيرخوا

د احد د غزا نسبي ماتې د نفاق زړه ته هيلې ورکړې. دا فکر ورسره پيدا شو؛ که همدا مهال د اسلامي ‏ټولنې ريښې وايستل شي، تر عمره به بې غمه شو. د يهودو دوه ستر مشران حُيَی بن اخطب او کعب بن ‏اشرف له اويا کسيز پلاوي سره مکې ته ورسېدل. د مکې سرداران يې وهڅول، چې همدغه وخت دی. د ‏مسلمانانو مورال ځپل شوی، بايد ژر حرکت وکړو او تر عمره د دې خلکو له غمه ځان خلاص کړو.‏

د دې پر ځای، چې د مکې سرداران «هو» يا «نه» ځواب ورکړي، له دوی څخه يې لومړی فتوی ‏وغوښته. ابوسفيان ورته وويل: تاسو زموږ په نسبت ډېر علم لرئ، موږ اُمي قوم يو. په کتاب او ايمان کې ‏بيا له محمد –صلی الله عليه وسلم- څخه سابقه لرئ. موږ او هغوی سره لاس او ګرېوان يو، موږ دواړو ډلو کې څوک پر حقه ‏دي؟ دا چې د افتاء اصول دي، مفتيان پر استفتاء ځان ښه پوهوي، نو يهودي پوهانو پوښتنه وکړه، لومړی ‏تاسو ځان او محمد –صلی الله عليه وسلم- راوپېژنئ! هغه ورته وويل:‏

محمد –صلی الله عليه وسلم- وايي د يو الله عبادت وکړئ او شريک يې مه ګڼئ! يهودو ورته وويل، ښه تاسو؟ هغه ورته ‏وويل: موږ د بيت الله مجاوران يو، حاجيانو ته اوبه ډوډۍ ورکوو، د مېلمنو پالنه کوو او ستونزمن سره ‏مرسته کوو. يهودي مفتيانو ورته وويل: تاسو پر حقه ياست! له همدې ځايه د احزاب غزا ته کار پيل شو ‏او يو کال وروسته د يهودو په فتوی، د مکې د سردارانو په مشرۍ شاوخوا ټول قبايل پر مدينې منورې ‏ورټول شول.‏

الله تعالی د دې مفتيانو په اړه وايي:﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ ‏وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَؤُلَاءِ أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلًا﴾ له هغو خبر يې؟ چې د تورات څه پوهه ورکړل ‏شوې، پر بُتانو او شيطان ايمان لري او کفارو ته وايي تاسو د مسلمانانو په پرتله ډېر پر سمه ياست!‏

ښه بل دا ځای دا خبره کيږي، چې يهودي مفتيانو دا فتوی ولې ورکړه؟ الله تعالی فرمايي:﴿أَمْ يَحْسُدُونَ ‏النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ﴾ بلکې دوی مسلمانانو سره ځکه کينه کوي، چې الله پرې فضل کړی.‏

دلته علماء ليکي، چې مال، دولت، قوت، لښکر او شهرت خو دوی درلود، نو مسلمانانو سره يې پر څه ‏کينه وه؟ نه يې مال درلود، نه دولت، نه قوت، نه لښکر او نه شهرت! ولې يې ورسره رخه درلوده؟ ځکه ‏چې دوی په ايمان او توحيد کې ځان پاتې ګڼه، د مسلمانانو اخلاقي پاکيزه‌ګۍ، په کم قوت جګړو کې ټينګار ‏او ثبات، خپل‌منځي ورورولۍ او عملي پانګې د يهودو زړونه وړي وو. دوی په خپلو زړونو کې پر ځانونو ‏پوهېدل، چې دوی څومره په اوبو کې دي، نو ځکه يې کوښښ کاوه، چې د مکې سردارانو ته روحيه ‏ورکړي او پر مسلمانانو زړونه يخ کړي.‏

دوهمه وجه هم قرآن کريم وايي:﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلَالَةَ وَيُرِيدُونَ أَنْ ‏تَضِلُّوا السَّبِيلَ﴾ هغو نه خبر يې؟ چې څه علم ورکړل شوی، بې لاري په کمالِ رغبت اخلي او يوازې دا نه، ‏بلکې دا رغبت لري، چې تاسې بې لارې شئ!‏

دوی ته علم ورکړل شوی و. دوی بايد د سمې لارې لټه کړې وه. دوی بايد له ګمراهيو ځان ژغورلی وی، ‏خو دوی يوازې دا نه، چې ځان ونه ژغوره، بلکې په کمالِ رغبت د بې لارۍ پر خوا لاړل او د دې لپاره، ‏چې د ګوتنيونې څوک پاتې نه شي، نو نور خلک هم بې لارې کوي.‏

پايله څه شوه؟ الله تعالی فرمايي:﴿أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ وَمَنْ يَلْعَنِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا﴾ دا هغه خلک دي، ‏چې الله تعالی له خپل رحمته لرې کړي او څوک چې الله تعالی له خپل رحمته لرې کړل، نو هيڅ مرستيال به ‏يې ونه وينې!‏

موږ وليدل، الله تعالی لومړی د هغه وخت يهودي مفتيان له مينځه يوړل او ورپسې مستفتيان د مسلمانانو ‏پر جهاد ورک شول.‏

نن هم يهودي نېکلسن مدينې ته خپله هڅه يوړه. هغه دوه مياشتې وړاندې اعلان کړی و، چې پر مجاهدينو ‏به له نظامي او سياسي هغه سربېره ديني او اجتماعي فشار راولي. دا دی، نېکسن د حُيَی او کعب پر پله ‏مکې ته راغی او د هغه فشار خبره کوي؛ که ګوندې د دوی د خلاصون سبب شي. دوی هم د فتوی لپاره ‏خپل زيره‌خواره ودرول. د مکې د سردارانو په څېر يې لومړی صفتونه وکړل. تاسو د حرمينو خادمان ‏ياست، تاسو په مسلمانانو کې ځای لرئ، تاسو د حرمينو امامان ياست. تاسو وګورئ، چې دا جهاد پر حقه ‏دی او که د يرغل په سيوري کې زموږ هېوادنۍ مينه، زموږ ديموکراسي او د پرمختګ په نوم د کفارو پښو ‏کې توغړېدل؟ دا چې دا مفتيان د تېرو هغو په څېر د يرغل منلو، هېواد خرڅولو او غلامۍ علمبرداران ول، ‏نورو مسلمانانو ته هم دا ګمراهي غواړي. دوی نه غواړي، چې په اسلامي نړۍ کې داسې څوک پاتې شي، ‏چې د دوی پرېوتي حيثيت ته ګوته ونيسي. دوی، چې له کوم زوره ويريږي، مجاهدين يې ماتوي. دوی، ‏چې کوم پرېوتی رول لوبوي، مجاهدين يې ننګوي. دوی، چې له چا زاره‌چاودي دي، مجاهدينو همغوی کې ‏زاره چولې. دوی، چې چا ته ټيټ سترګي دي، مجاهدين ورته په سترګو کې سترګې اچوي او په ټيټ ‏سترګۍ يې مجبوروي. ته وا دوی به اوس مجاهدينو سره کينه نه کوي؟ ‏

د دوی تر ټولو ستر او ګواښمن خدمت همدا دی، چې د جهاد د بدنامولو کوښښ وکړي. د جهاد مخالفت، ‏خو نه شي کولی، ځکه چې د صريحو نصوصو مخالفت راځي، مګر دا استاذي کوي، چې روان جهاد فتنه ‏معرفي کړي، مجاهدين فتنه‌ګر معرفي کړي او د مجاهدينو له منګُولو د جهاد مشروعيت وتروړي. دا هغه ‏پرېوتې خواري ده، چې د مدينې د يهودو، منافقانو او د مکې د مشرکانو په څېر به لومړی د دوی ژوند ‏اخلي او ورپسې به مستفتيان د هلاکت کندې ته لويږي. ان شاءالله

avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
معاذ
میلمه
معاذ

ما شاء الله، بارک الله فيکم… که څوک حق غواړي خو دغه دی، د سربېرنو او ژورو علماو همدا توپير دی، چې په حق پسې ګرځېدونکي د خدای د رالېږلي کتاب د معناګانو په ژورو کې د هغه مراد لټوي، خو د ملايۍ تش دعويداران يې ايتونه تحریفوي… پر مزدورو وګړو د کلي د هغو ښځو کيسه جوړه ده چې بدکاران يې پر کلي ورغلل او ټولې ورته تسليمې شوې، خو يوې مېړانه وکړه او يرغلګر بدکار يې پر لور وواژه او بيا په وينو سور لور په لاس را ووته، نورو ښځو چې وليدل خپلو کې يې وويل چې… نور لوستل »

ګلاجان کوچی
میلمه
ګلاجان کوچی

د آل سعود او آل يهود کورنۍ دواړه په شريکه د اسلام په خلاف پخپله جګړه کې د شريعت نصوص او د مبارکې مکې نوم استعمالول غواړي، او پدې لار کې يوڅه درباري ملايان هم استعمالوي. پدې کې خو ځه شک هم نشته چې مکه ريښتيا هم د احترام وړ او بزرګه ده لکه چې عبدالرحمن بابا وايي: (د مکې په بزرګۍ کې څه نشته ـــ ولې خر به حاحي نشي په طواف)زه خو وايم چې له خره څخه به کله هم د عبدالرحمن بابا مقصد هغه خر نه وي چې په څلورو روان وي ځکه چې هغه خو نه… نور لوستل »

ایمل
میلمه
ایمل

په سعودي کې د راغونډو شويو کسانو په اړه ډېر څه د ويلو شته. دوی بايد منصفانه نظر ورکړی وای.‌ اما خوا مه بدوه خیرخواه صاحب. پر مشخصو معاصرو پېښو باندې د قرآني آياتو تنزيل ډېری وخت د شخصي سليقې پر اساس کېږي،‌ يعني ستاسې شخصي اجتهاد ګڼل کېدی شي. لوستونکي دې متوجه وي چې دا نه فتوا او نه هم يوه عام منلی ديني تحليل دی. که مو خبرې مبالغه آميزه وي، يا خدای مه کړه چې کوم چا يا تاريخ په اړه مو بې انصافي کړې وي، هسې نه الله تعالی مو پرې ونيسي. که له خلکو سره… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی ، الله ج فرمایی نورو ته نصیحت کوی او ځان تری هیر دی . لمړی فتوی هله ورکړی کیږی چه په هغه مسله یا موضع کی صریح احکام شتون نه لری خیرخواه صاحب وایی چه جهاد وکړی زمونږ هیواد نهن یواځی د یو کافر بلکه د کفارو له خوا اشغال او خلک مو وژنی او…. دا فتوی نه ده دا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر برخه او هر مسلمان فرض دی هغه د سعودی غلامان چه د امریکایی باداران د دغه صریح حکم په مخالفت دجالی فتوی ورکوی او یا تاسی د هغوی د غیر اسلامی دریزونو… نور لوستل »

شهاب
میلمه
شهاب

ماشاءالله ماشاءالله خیرخواه صاحب الله دی اجرونه نصیب کړه د قدرمن استاد قاریصاحب د وینا او مبارک انځور په لیدو مي زړه او ایمان تازه شو. الله پاک دی د حق ویلو او خدمت کولو لپاره اوږد ژوند نصیب کړه, الله دی د درباریانو او چلتاریانو عمر هم ستا کړی. ددغو اکثره ستا د سویې او عمر همزولی دی مګر ستا او د دوۍ تر منځ توپیر ته ګوره. هو تر تا به یې ډیر مال جمعه کړی وې مګر عزت له الله, د هغه رسول او مومنانو لره ده. ستا دا خوږه او عالمانه وینا د دوۍ لپاره پیغور… نور لوستل »

Omer khan
میلمه
Omer khan

ماشاءالله