د بین الافغاني جګړې !!! بیوزله قربانیان

نن ټکی اسیا – سرمقاله

له تیرې ورځې راهیسي په خواله رسنیو کې د هغو وژل شویو ولسي وګړو بوږنوونکې انځورونه لاس په لاس کیږي چې د ننګرهار او پکتیا په ولایتونو کې امریکايي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په مهال وژلي دي.

د ننګرهارولایت د ولایتي شوری غړي سهراب قادري له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي چې وړمه شپه امریکايي ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د مملې سیمې پر یوه کلي د بمباري په ترڅ کې ۶ کلیوال وژلي او د سیمې د خلګو ۲۱ عرادې نقلیه وسائط یې هم تخریب او سوځولي دي.

همدا راز په یوې بلې پیښې کې امریکايي ځواکونو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د سهاکو، شولګد او شملزو په سیمه کې پر ولسي سیمو د بماري په ترڅ کې ۳۳ تنه کلیوال وژلي او یو شمیر نور یې ژوبل کړي دي.

د دغو ۳۳ تنو وژل شویو کلیوالو له جملې څخه یې یوشمیر تنکي ماشومان هم دي چې د ځانګړو ځواکونو له لوري په بیرحمۍ سره وژل شوي.

په ننګرهار او پکتیا کې د ولسي خلګود وژنې تر دغو بوږنوونکو پیښو ۴ ورځې وړاندې د خوست او لوګر په ولایتونو کې هم امریکايي خاصو ځواکونو یوشمیر کلیوال له هیڅ کوم جرم او تور پرته په خپلو کورونو کې وژلي وو.

د امریکايي خاصو ځواکونو په لاس په خوست، لوګر ، ننګرهار او پکتیا کې د ولسي خلګو دغه عام وژنه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې افغان دولت د سولې په نوم خپلې نمایشي هڅې او غونډې تر بل هروخت توندې کړې دي.

د سعودې عربستان په جده او مکه کې د علماوو په نوم تازه دائري کړی شوې غونډې هم د هغو هڅو له جملې څخه دي چې ظاهرا د سولې په نوم په کار اچول شوې دي.

سره له دې چې د جدې او مکې په غونډو کې په افغانستان کې روانه جګړه بین الافغاني ناراوا جګړه وبلل شوه ، خو تر غونډې یوه ورځ وروسته په ننګرهار او پکتیا کې ټول وژل شوي کلیوال خپله د دولتي چارواکو په اعتراف د امریکايي ځواکونو په بمباري کې ووژل شول کوم چې د یادو غونډو نا خبره ( متجاهلو) برخوالو د هغوي پرخلاف د افغان ولس جهادي مقاومت ناروا وباله.

په تیره یوه اونۍ کې په هیواد کې د امریکايي یرغلګرو لخوا د سلګونو ولسي افغانانو وژل کیدل او د کابل حکومت لخوا د هغه با وجود د سولې په نوم تیرایستونکې هڅې جاري ساتل ښايي امنیتي وضعیت تر دې نور هم ډیر خراب کړي کوم چې بالفعله افغانان ورسره مخ دي.

امریکايي چارواکي او د هغوی تحت الحمایه حکومت که ریښتیاهم په افغانستان کې واقعې سولې ته ژمن وي باید په افغانستان کې په شته واقعیتونو باندې په اعتراف سره داسې عملي هڅې وکړي چې له امله یې په افغانستان کې له اشغال څخه را زیږیدلې جګړې ته د پای ټکی کیښودلو لامل شي.