تصویر؛ له ارشیفه

کابل: خاکجبار کې نږدې ۳۰ تنه عسکر طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې ۲۷ تنو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره د دې خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، دغه کسان د دوی د بلنیز کمیسیون له لارې وسلې ايښودو ته قانع شوي دي.

هغوی په خپره کړې خبرپاڼه کې د تسلیم شویو عسکرو لنډ شهرت هم ذکر کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې غه کسان د حقایقو په درک کولو سره «د اسلام او هیواد له دښمنۍ څخه لاس په سر او مجاهدینو ته تسلیم شول.»

طالبان د نظامي او نورو کیمسیونونو تر څنګ پخپلو تشکیلاتو کې د دعوت او ارشاد په نامه کیمسیون هم لري، چې مخامخ، د مخابرو او لیکونو له لارې دولتي ځواکونه خپلو لیکو ته ورماتوي.

د کابل پوځي مسؤلینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د