
د ټاکنو کیمسیون: شمال کې شپږ ولایتي ټاکنیز دفترونه تړل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د شمال په شپږ ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیونونو دفترونه تړل شوي دي.
د دې کمیسیون یو کمېشنر حفیظ الله هاشمي وايي د دوستم پلویانو د دې کمیسیونونو دفترونه تړلي او د دوی چارې په ټپه ولاړې دي.
هغه نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل، لاریونونه د خلکو قانوني حق دی، خو د ټاکنیزو کمیسیونونو دفترونه تړل هیڅ قانوني لاره نه ده.
هغه وویل حکومت باید د دوی د دفترونو امنیت وساتي او په هیڅ صورت هم ټاکنیز بهیر ټکنی نه کړل شي.
د دوستم له یو ټوپکوال او د ځايي اربکیانو د مشر نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو په ګڼو ولایتونو کې لاریونونه پیل کړي او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
د دوستم پلویانو په بلخ، جوزجان، فاریاب، سمنګان او تخار کې د ټاکنو دفترونه تړلي دي.
له تېرې ورځې راهیسې د جوزجان ولایت د مقام او د پوهنې ریاست دروازې هم د والي، رییس او مامورینو پر مخ تړل شوې دي.
دغه لاریونونه چې په بلخ، جوزجان، فاریاب، سمنګان، تخار، بغلان او هرات کې هم مهاله روان دي، په ګڼو سیمو کې يې د محمد اشرف غني عکسونه سوځولي او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
د نظام الدین قیصاري له نیول کېدو دوولس ورځې تېرېږي، د هغه له نیونې څو ورځې وروسته واشنګټن ټایمز پخپله یوه تبصره کې دا د حکومت لپاره هغه سرخوږی یاد کړ، چې د دې ټوپکي په پرېښودو او ساتلو دواړو کې يې حکومت باید وزغمي.