fbpx

پرلتیان که د کابل رژیم بي وسلې اربکیان ؟!

احمد مختار

له څه وخته را هیسي په پلازمینه کابل کې د پرلتیانو په نوم یوه ډلګۍ کسان کله ملګرو ملتونو د دفتر او کله د نورو سفارتونو مخې ته پلتۍ وهلي ناست وي او له هغوی غواړي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د پاي ټکی کیږدي.

د یادو پرلتیانو مشر اقبال خیبر چې هره ورځ له رسنیو سره د خبرو په مهال ور زده شوي خبرې په نوې نوې لهجه کوي کابل ته د رسیدو په لومړۍ ورځ یې د طالبانو په اړه خپل اظهار ما في الضمیر په داسې ټکیو کې څرګنډ کړ.

((زه له طالبه غواړم چې نوموړی خپله خپلواکي له بهرنیو استخباراتو څخه راته ثابته کړي))

د یاد پرلتي دغه جمله د دې مقدمه جوړه وي چې نوموړی لکه څرنګه چې ادعاء لري بي پري شخص نه ؛ بلکې د کابل رژیم هغه بی وسلې اربکی دی چې په تبلیغاتي برخه کې پر طالبانو باندې د فشار راوړلو لپاره د رژیم د اصلي حامیانو (امریکایانو) لخوا جوړ کړل شوي او له رسنیو سره د مخامخ کیدو په حال کې یواځې هغه څه وايي چې مخکي ترمخه ورته ښودل شوي وي.

د پرلتي حرکت تأسیس

پرلتي حرکت دقیقا له هغه وروسته په هیواد کې ایجاد کړل شو چې کله په ۱۸/۵/۲۰۱۸ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخواني قومندان جنرال نیکولسن اعلان وکړ چې مونږ به پر طالبانو باندې د پوځي فشار ترڅنګ مذهبي او ولسي فشارونه هم راوړو ترڅو هغوي له کابل رژیم سره سولې کولو ته اړباسو.

د جنرال جان نیکولسن له دغه اعلان سره سم په هیواد دننه او بهر په افغانستان کې د امریکايي اشغال په وړاندې د جهادي مقاومت د ځپلو په غرض هم د علماوو په نوم غونډې او کانفرانسونه پیل شول او هم د هلمندي پرلتیانو حرکت را وخوځیده چې د خپل شهرت لپاره یې ظاهره له هلمنده مخ پر کابل پلي تلل پیل کړل.Parlatian-di

د پرلتیانو هویت او ټولنیز تشخص

د پرلتي ښاغلیو هویت او ټولنیز تشخص ته په کتو سره نه له هغوی سره د هیواد د لانجې د هواري په غرض کومه معقوله طرحه شته او نه هم ورکې د افغانستان د قومونو او سیمو په نوم کوم پیژندل شوي معقول اشخاص وجود لري.

بلکي د رژیم د ځینو منفورو څیرو (اتمر او لیوال خیلو) لخوا په پروژه يي شکل څو په ټولنیز لحاظ نا معلومه ، ساده او بیسواده کسان راټول شوي چې له هغوي سره نه د هیواد د ملي او دیني قضایاوو او مصالحو درک شته او نه هم د دغه درک وړتیا لري؛ بلکې دا یې غنیمت ګڼلي چې په پرلت کې ورته کم ترکمه په مړه خیټه روز مُزد او هره شیبه له رسنیو او مفشنو خبریالانو سره د مخامخ کیدو او لیدو کتو طلايي چانس میسر دی.

د امریکايي اشغالګرو لخوا د یوه مستقل اسلامي هیواد لانجه دومره اسانه خبره هم نه ده چې د څو ساده ، بیسواده او په ټولنیز لحاظ نامعلومو پرلتیانو په پلي تللو او یا د سفارتونو مخې ته په پلتۍ وهلو دي حل شي.

نه امریکا او ناټو دومره ساده ګان دي چې د دغو ساده پرلتیانو د غوښتنې پر اساس دي د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیږدي.Parlatian-dii

له پرلتیانو څخه د امریکایانو حمایت او تائید

د پرلتیانو په نوم پیل شوی حرکت ځکه د کابل رژیم بي وسلې اربکیان دي چې له شروع کیدو سره سمدستي ورته هم د امریکایانو ، او هم د هغوي د تحت الحمایه رژیم ملاتړ او تائید حاصل شو .

که امریکایان، ناټو او د هغوی د اشغال ملوث محصول (کابل رژیم) د پرلتیانو د پرلت له موخو ډاډه نه وای نو هغوی به کله هم په هلمند کې ورته د پرلت کولو اجازه نه وه ورکړي ، نه به په کابل کې د رژیم مشر اشرف غني ورسره دغسی په توده غیږه روغبر کړی و او نه به په هیڅ صورت ورته د ملګرو ملتونو او امریکا سفارت مخ ته د پرلت کولو زمینه برابره شوې وه.

ځکه مونږ ولیدل چې کله د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پرمدرسي باندې د امریکايي یرغلګرو لخوا بمبار وشو او په ترڅ کې یې ۱۵۰ تنه معصوم حافظان په مظلومانه ډول ووژل شول ، د یادې سیمې یوه ډله خلګ د کندوز ولایت دفتر ته د خپل شکایت رسولو په خاطر راتلل خو د کندوز ولایت د امنیه قومنداني لخوا يي د کندوز له ښاره ډیر لري ښار ته له داخلیدو څخه مخنیوی وشو او دا اجازه ور نکړای شوه چې په کندوز ښار کې له والي سره وګوري.

خو د یادو پرلتیانو له هلمنده نیولې تر کابل پوري د ۶ والیانو لخوا ګرم استقبال کیږي ، په کابل ښار کې یې اشرف غني مخې ته ورځي او له هر یوه سره په غیږه روغبړ کوي، د امریکا سفارت چې کابل ښاریان یې دیوالونو ته د ورنیږدي کیدو جرئت نه لري پرلتیانو ته د سفارت په منځ کې د میټینګ بلنه ورکوي، ملګري ملتونه یې پرلتي حرکت تقدیروي او د پیغام منلو ډاډ ورکوي او …

نتیجه :
د هلمندي پرلتیانوحرکت کټ مټ د جنرال نیکولسن داسې امریکايي پروژه ده لکه ترهغې وړاندې چې بل امریکايي جنرال دیوید پتریوس په افغانستان کې د قومي پاڅونونو په نوم د اربکیانو شریره پروژه ایجاد کړې وه .

پرلتیان او اربکیان په ټولنه کې د خپل اجتماعي هویت له مخې ورته مشترکات لري چې د دوي په کړنو او څیرو کې مالومیږي.

ورته مشترکات په دې معنی چې په اربکیانو کې هم د ټولنې تر ټولو لویدلي ، بیسواده ، بي علمه او نادیده افراد د ولس ځورونې په خاطر د امریکایانو لخوا په اجرت راټول شوي وو.

پرلتی ښاغلي هم د عین مواصفاتو او تشخصاتو لرونکي دي خو په دومره توپیر چې هغوی وسله وال اربکیان او دوي بي وسلې پرلتیان دي.

د پرلتي پروژې اصلي طرحان ، د هغې موخې او د هغې موجهین (لارښوونکي ) امریکايي اشغالګر دي چې دا ځل غواړي د پرلتونو په نوم یوځل بیا افغان ولس ته داسي سرخوږی جوړ کړي لکه د قومي پاڅونونو په نوم چې یې د اربکیانو په جوړولو سره جوړ کړ.

خو مونږ په دې پوره باوري یو چې د نیکولسن دغه پرلتي پروژه به هم د افغان ولس د برحق جهادي مقاومت په وړاندې داسې ناکامه کیږي لکه د جنرال دیوید پتریوس د اربکیزم بدنامه او ناکامه اجرتي پروژه …

ان شاء الله .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صافي
میلمه
صافي

گران ورو احمد مختار خانه سلامونه او نيكي هيلي ومنه، ديره ديره مننه ستاسو له معلوماته، مگر زما په نظر تاسو چتي خپل وقت پر دي خلكو ضايع كري، ددي خلكو د حّيري په ليدلو يو وركي ماشوم هم پوحيزٍ ي چه تو خداي ددوي حّيروته گوره ددوي هغه منطق او ستدلال ته گوره او بيا دته گوره چه دوي سره دومره دوطن او د خلكو غمه شته چه دغوي له هلمنده تَر كابل پلي راشي، نو حّكه گرانه وروره دير د چورت مخرابو، دسي د ابوجهل زامن په إسلامي تاريخ كي دير تير شوي خلك ددوي په خبرو نغوليگي،… نور لوستل »