افغانستان

سیاسي ګوندونه: د ټاکنو اوسنی بهیر دې لغوه او له سره دې پیل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): حزب اسلامي – حکمتیار، جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش ملي اسلامي، محاذ ملي، حزب وحدت اسلامي افغانستان، حراست او ثبات شورا او د افغانستان نوې ملي جبهې نن په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو روان بهیر فساد زېږوونکی او د بحران په لوري روان یاد کړ.

د دې ګوندونو او ډلو مشرانو په ناسته کې د ټاکنو روان بهیر بې باوره یاد کړ او ويې ویل باید روانه پروسه لغوه او ان نوم لیکنه د بایومټریک له مخې سره له وشي.

دوی په شریکه خپره کړې اعلامیه کې پر افغان حکومت او نړیواله ټولنه غږ کړی چې روانه پروسه لغوه کړي، که يې غږ وانه ورېدل شي نو خپل کړی ګواښ به عملي کړي.

دوی د اعلاميې په یوه برخه کې په ګواښمن انداز لیکلي چې که روانه پروسه چې «د افغانستان لپاره حتمي بحران راوړونکې ده» لغوه نشي، دوی به يې د مخنیوي په برخه کې بشپړه هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې د را روانو ټاکنو لپاره د حزب اسلامي د مشر د دوو زامنو په ګډون د ګڼو ګوندونو غړي او د مشرانو خپلوان نوماندان هم دي.

د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال عزیز الله ابراهیمي وايي، دوی د خپاره کړي مهالویش مطابق مخکې ځي او په وینا يې په ټول افغانستان کې به پر ټاکلي وخت او له روانې پروسې سره سم ټاکنې ترسره کېږي.

په دې غونډه کې انجینر ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، محمد محقق، یونس قانوني، باتور دوستم، انوارالحق احدي، سید حامد ګیلاني، اسدالله سعادتي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استازيتوب ضرار احمد مقبل برخه اخیستې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عماد

حکمتیار صیب فکر کاوه چې رڼې ټاکنې به وي او خلک به د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري خو اوس پوه شوی چې یواځې درغل کسان چې د امریکا خوښ دي دا ټاکنې کټلای شي او د خلکو حق نه ورکول کیږي حکمتیار صیب ته له بدنامۍ پرته بله پایله نه لري.

غلام حضرت

ددې غونډی د( محتوا) په هکله ډېر د زړه خواله باید بیان شی خو حوصله ئې نشته، فقط د غونډی د (شکل) په هکله یو لنډ نظر: ۱- د غونډی د غولی مهندسی نقشه یوه ماسونری نقشه ده چه اویا زره شیطانی رمزونه پکی نغښتی دی. ۲- د غونډی ګډونوال که کوچانو او مالدارانو غوندی لوړ ږغونه هم تر ستونی راوباسی بیا به هم یو د بل د خبری په اورېدو بریالی نه شی ځکه دومره لیری لیری سره ناست دی لکه د ژړۍ د دښتی اوښان. ۳- ټولو خپل لاسونه سپوخستی ته نژدې یعنی د مارشال د دفتر نه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غلام حضرت صحب ! د
څه وخ را په دی خوا دی دریز او غبرګون مثب بدلون زیات شوی دعا درته کوم څه دی زما د زړه خبری لیکلی الله ج دی اجرونه درکړی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x