هلمند: سرتېري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د هلمند مرکز کې د عسکرو په یوه مرکز سرتېري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

دغه برید چې د مرکز لشکرګاه په څلورمه حوزه کې د پولیسو او اربکیانو په ګډ مرکز شوی، د ځايي چارواکو په وینا د موټر بم په وسیله شوی دی.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویلي يې دي چې دغه مرکز د دوی سرتېري د ښار اړوند څلورمه حوزه کې د بشران دښته کې په نښه کړ.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې برید د رحیم الله په نامه یو تن چې د هلمند د موسی کلا اوسېدونکی و، د مازدا موټر په وسیله وکړ، چې ۳۷ عسکر پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې له برید وروسته يې چورلکې لیدلې دي چې ټپیان او د وژل شویو جسدونه يې لېږدول.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ويلي، په دې موټر بم برید کې یوازې درتنه ټپیان شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د