نظــر

کومانډویان که بې لکۍ خره

زخمي افغان

د مشهور فزیک پوه البرت  انشټاین یوه مشهوره مقوله ده وایي کائنات او د انسان حماقت دوه داسې شیان دي چې حد نلري. مطلب دا چې انسان که څه هم د عقل او شعور خاوند دی خو که یو وار په بل لټ واوښت او خرتوبي ته یې مخه کړه بیا نو تر انسان خرترین خر د ځمکې په مخ نه شي پیدا کیدلای.

دا خبره د هغې ویډیو له لیدلو وروسته را یاده شوه چې د اشرف غني کمانډویان چې ورته د ملي اردو سپیشل فورس هم وایي د دوستم د یوه قومندان نظام الدین قیصاري له باډیګارډانو سره د وهلو، وژلو، ټپي کولو او شخصي توهین څخه ډک چلند کوي.

نظام الدین قیصاري تر پرونه په فاریاب کې د حکومت اصلي مټ او پایه بلل کیده. د نوموړي زرګونه ټوپکیان هغه خلک وو چې د طالبانو په وړاندې یې تر ټولو بریالۍ جګړې کولې او د فاریاب د سقوط مخه یې نیولې وه. خو نن د حکومت تر ټولو زبده ځواکونه کمانډویان او سپیشل فورس د همدې دولتي قومندان له عسکرو سره داسې وحشیانه چلند کوي چې د انسان عاطفه یې برداشت نلري.

له دې ویډیو او رابرسیره شوي وحشت څخه څو خبرې ثابتیږي.

اول ــ  سپيشل فورس یا د ملي اردو کمانډو ځواکونه چې اکثره خلک یې تر ټولو مسلکي او فعال ځواکونه بولي په اصل کې امریکایانو د بلک واټر د ټوپکیانو په شان د فوق العاده وحشت او خرتوبۍ په روحیه روزلي دي. دوی یې په شپنیو عملیاتو کې په ظلمونو، وژنو، تعذیب، تخریب او وحشتونو باندې روږدې کړي دي او اوس چې هر څوک په مخه ورشي نو لکه لړمان د خپل عادت له مخې ټک ورکوي. په دې اساس ویلی شو چې سپیشل فورس په اصل کې سپیشل ظالمان او ځانګړي وحشیان دي. چې د سړیتوب هیڅ تمه ترې نه شي کیدلای. دوی د افغان اولس دهر قشر د حیثیت او عزت لپاره یو خطر دی، ځکه په فکري لحاظ تر وروستۍ کچې وحشیان، بې ادبه او احمقان دي او امریکایانو وروستۍ ماډل وسله او جنګي امکانات په لاس ورکړي چې هر ډول خطر ترې محتمل دی.

دوهم ــ کله چې کومانډویان یا ځانګړي قاتلان له خپلو همسنګرو دولتي عسکرو او اربکیانو سره داسې وحشیانه چلند کوي، نو تاسو تصور وکړئ چې دوی به د عامو افغانانو په کورونو د چاپو، شپنیو عملیاتو او بریدونو په مهال له عام اولس سره کوم ډول برخورد کوي؟

د افغانستان په کلیوالو سیمو کې چې نږدې هره شپه امریکایان او داخلي کومانډویان چاپې وهي. کلیوال افغانان روزانه دهمداسې وحشتونو شاهد وي لکه د نظام الدین قیصاري ساتونکي چې ورسره مخ شوي دي.کومانډویان چې تر پوندو احمقان او ماغزه یې امریکایانو دوحشت په اوبو ورمینځلي دي، دخپل مسلمان او باعزته اولس په وړاندې هیڅ رحم او عاطفه نلري. نو ځکه د چاپو په مهال د خلکو وهل، وژل، شکنجه کول، بې عزته کول او د شتمنیو لوټ تالان د دوی عادت ګرځیدلی. خو په دې اړه ډير حقائق لا هم پټ پاته دي او رسنۍ د هیڅ مظلوم کلیوال افغان غږ ته انعکاس نه ورکوي.

دریم ــ د سپیشل فورس یا کومانډویي ځواکونو په اړه ویل کیږي چې په دوی کې شریک عسکر زیاتره د پخوانیو کمونیستانو زامن، د امریکا جاسوسان او ترجمانان، له غربه راغلي یو شمیر تش په نوم افغانان او نور هغه کسان دي چې یوازې په نسب افغانان نور په فکري، عقیدوي او اخلاقي لحاظ بشپړ امریکایان او د کفارو ملګري دي.

امریکایان غواړي د دغه ځواک په ډيرولو سره دلته د بلک واټر په شان یو وحشي اجیر پوځ جوړ کړي تر څو په اوږده زمانه کې د امریکایانو لپاره جګړې وکړي. سپیشل فورس هغه ځواکونه دي چې هره ورځ په لرې پرتو سیمو کې بې وزله افغان کلیوال، ښځې، ماشومان، سپین ږیري، د مساجدو ملا امامان او د قرآن حافظان په شهادت رسوي. د دوی د هرې ورځې له جرمونو، تعذیبونو او وحشتونو څخه مکمل کتاب جوړیدای شي. نو هغه خلک چې دخپل ایمان او آخرت غم ورسره دی باید د دغو قاتلانو له ملاتړ، په هغوی له نازیدو او ویاړ څخه په کلکه ځان وساتي. ځکه الله تعالی کفر برداشت کولای شي مګر ظلم نه شي برداشت کولای، بله خبره دا ده چې د ظالم ملګرتیا په خپله ظلم دی، د ظالم ملګرتیا او په هغه نازیدل لکه څنګه چې په دنیا کې بد کار بلل کیږي په آخرت کې هم درنه سزا لري. نبي علیه السلام فرمایلي دي( څوک چې د ظالم په ظلم خبر وي او بیا هم د هغه ملاتړ وکړي نو دا سړی له اسلام څخه وتلی دی.)

نو زموږ هغه فیسبوکیان چې پرته له دې چې ددغو ظالمانو ظلم دوی ته ګټه ورسوي، دوی یې هسې په مفتو کې ملاتړ کوي. باید په دې پوه شي چې دغه ملاتړ یې د کمانډویي قاتلانو په هر ظلم ورشریکوي او د قیامت په ورځ به د همدې ملګرتیا او ملاتړ له امله د الله تعالی د عذاب مستحق او دمظلوم او وحشت ځپلي اولس لاسونه به یې په ګریوان کې پراته وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بریالی "سعیدی"

تبعآ په هرنظام خه اوبد خلق شته دی کوم چی زور چلوی دزور باید استفاده وشی کوم خلق چی نرم وی باید هغه سره دانسان په توگه کارواخستل شی

حمید بریا

خ…… افغانه- ستا خاصیت او عقل هم د بی لکی خره نه کم نده فکر کوم ته هم دشر اوفساد جنایت کاران سره د وینی شریکیت لری یا د پنجشیری یا کلم جم اویا نورو شمال تلوالی جنایت کارانو په اخر لوی شوی یی د قیصاری ملیشی خو له حیوانه او وحشی درنده گانو نه خو کم ندی ایا په کوم عقل منطق له وحشی جنایت کارنو نه دفاع کوی و که لز غیرت دی هم درلود او درلودلی اود یوه پشتون په دستر خوان لوی شوی وای او د یوی پشتنی شیدی دی رودلی وای نو ددشت لیلی شهیدان… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

بریا مونث او بریالی د مذکر نوم دی پورتنی تبصرو کی سعیدی صاحب مذکر او حمیده بریا مونث نوم لری. زه نه پوهیږم له پبریا خور څه په لمړی نوم ( حمید ) کی باغلطی شوی چه باید ( حمیده) وی او که له حمید ورور څخه په ( بریا ) کی غلطی شوی چه باید بریالی یی باید لیکلی وی که په دی اړه رڼا واچوی چه دی خور که ورور دی. دا چه دی د ځان په اړه ( چه مذکر او که مونث ) مشوش دی نو د افغان ورور په لیکنه به دی کله دومره وړتیا… نور لوستل »

Karwan

بريا صاحب له ليکني نه مو ډيره مننه، ټول همداسي حقيقت دي . ډير تاريخي جناياتو ته مو اشاره کړي. رښتياهم موږ له ګلمجم او شمالي ټلوالي کومه ګيله نلرو، څکه هغوي خو دپښتنو ټول وژني ته له اوله دخپلو خارجي بادارانو سره يوځاي لاس يوکړي دي، اما زموږ ګيله له هغو بي غيرته پښتنو څخه ده، کوم چه هم په يوه شکل نه يوه شکل په دغو جناياتو کي برخه اخلي. لعنت دوي په داسي اشخاصو. په درناوي کاروان

جانان

د حمید وریا د پام وړ!
زموږ ګران وطندار ( زخمی افغان) یوه مسئله د کوم بل اړخه څېړلې ده او تا بیسواده د تجاهل له رویه بل ډول تعبیر کړېده.
زخمی افغان د لیکنی په کومه برخه کی د قیصاری د ملیشې د کړنو دفاع کړیده؟
فقط د مقابل لوری غبرګون ئې توضیح کړیدی.
ځان پښتون پښتون بلل دی درد نه دوا کوی، لومړی لږ سواد زده که او بیا د نورو د لیکنو په باره کی تبصره ولیکه.بد ښکارې پدې غلط قلم کوم چه د یو معقول لیکونکی ته سپکی لیکی.

حبیب

زخمی صاحب لکه چی ته یی هم ډیر زخمی کړی وی.
د دی ظالمانو اربکیانو سره همدا جوړیږی

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx