ورزش

بیلجیئم انګلستان ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د قوټبال نړیوال جام درېیم مقام ترلاسه کولو لپاره تېره ورځ د انګلستان او بیلجیئم لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې بیلجیئم انګلستان ته په ۲-۰ ماتې ورکړه او درېیم مقام یې خپل کړ.

د نړیوال جام په نیمه پایلوبو کې دواړو ماتې خوړونکو لوبډلو تېره ورځ د قانون له مخې د درېیم مقام ترلاسه کولو لپار سیالۍ ترسره کړې چې بیلجیئم درېیم او انګلستان څلورم مقام خپل کړ.

که څه هم بیلجیئم لوبډله په یاد جام کې ښه وځلیده، خو په نیمه پایلوبه کې يې د فرانس پر وړاندې په یو صفر سیالۍ وبایلله چې اوس یې درېیم مقام ترلاسه کړ.

وړمه ورځ د انګلستان او بیلجیئم ترمنځ سیالۍ په زړه پورې وه چې بیلجیئم لوبډلې د لومړۍ نیمايي په پېل کې ګول وواهه، په ځواب کې انګلستان هم څو حملې وکړې خو په ګول وهلو ونه توانېدل، چې د دویمې نیمایي په ۸۲مه دقیقه کې د بیلجیئم لوبډلمشر ایډن هازارډ دویم ګول وواهه او بریا یې یقیني کړه.

تر دې دمه په نړیوال جام کې تر ټولو زیات ګولونه د انګلستان لوبډلې تکړه لوبغاړي هیري کین وهلي چې د هیټریک سربېره یې ۶ ګولونه ووهل، او د ګولډ بوټ ترلاسه کولو لپاره پوخ امیدوار دی، ځکه چې په پایلوبه کې به د بل لوبغاړي لپاره دغه مقام ترلاسه کول ستونزمن وي.

د یادونې وړ ده چې د فرانس او کرویشیا لوبډلو د نړیوال جام پایلوبې ته لار موندلې ده چې نن ماښام د شپې ۷:۳۰ بجې به د ماسکو تر ټولو ستر لوبغالي لوژنیکي کې ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx