fbpx

ایم ایس دهوني لس زره منډې او درې سوه کیچونه پوره کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د هندوستان لوبډلې نامتو ستوري مهندرا سینګ دهوني په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې لس زره منډې او درې سوه کیچونه پوره کړل.

په ځانګړي هالیکوپتر شاټ مشهور توپوهونکی د کمار سنګاکارا څخه وروسته د نړۍ دویم ویکټ کیپر شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې ۱۰ زره منډې او له ۳ سوه زیات کیچونه پوره کړل.

په همدې ډول نوموړي په ۱۰ زره منډو جوړولو د هندوستان څلورم او د نړۍ دولسم لوبغاړی شو چې دغه مقام ته ورسېد، له ده وړاندې سچن ټنډولکر، سارو ګنګولي او راهول دریوید دغه مقام ته رسیدلي.

۳۷ کلن ایم ایس دهوني په نړیوال کرېکټ کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه لري چې خپل هېواد ته یې د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو نړیوال جامونه وګټل، همدا ډول له ډېر عمر سربېره نوموړی اوس هم د یو ځوان لوبغاړي په څېر د تکړه شاټونو وهلو وړتیا لري.

نوموړی د نړۍ څلورم ویکټ کیپر شو چې دغه مقام ته رسیږي، له ده وړاندې د استرالیا اوپنر او ویکټ کیپر ایډم ګیلکریسټ په «۴۱۷» کیچونو نېولو سره لومړی، د سویلي افریقا ویکټ ساتونکی مارک باوچر په «۴۰۲» کیچونو نېولو سره دویم او د سرېلنکا تکړه لوبغاړی کمار سنګاکارا د «۳۸۳» کیچونو نېولو سره درېیم مقام خپل کړی دی.

ایم ایس دهوني د هند ملي لوبډله کې د ۲۰۰۵ کال په پای کې شامل کړل شو چې تر دې دمه یې ۳۲۰ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي، چې د ۱۰ سلیزو او ۶۷ نیمه سلیزو په مرسته یې ۱۰ زره ۴ منډې جوړې کړې دي، سټرایک ریټ یې ۸۸.۲۷ او اوسط یې ۵۱.۳ دی، چې زیاتې منډې یې ۱۸۳ دي، نوموړی لومړی لوبغاړی شو چې له ۵۱ څخه په پورته اوسط دومره منډې جوړوي.

د یادونې وړ ده چې ایم ایس دهونې څه موده وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې هم د ۵۰ کیچونو نېولو لومړی مقام ترلاسه کړ، او په همدې ډول نوموړی لومړی لوبغاړی شو چې په یوه شل اوریزه سیالۍ کې يې ۵ کیچونه ونېول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د