fbpx

په ټیسټ سیالیو کې سرېلنکا سویلي افریقا او ویسټ انډیز بنګلدیش مات کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د سرېلنکا او سویلي افریقا، د ویسټ انډیز او بنګلدیش ترمنځ په ټیسټ سیالیو کې سرېلنکا په سویلي افریقا او ویسټ انډیز په بنګلدیش لوبډلې برلاسې شوې.

د تېر ډېر وخت راهیسي سرېلنکا لوبډله له یو شمېر ستونزو سره مخ وه، چې د بنګلدیش په ګډون یې له ډېرو لوبډلو څخه ماتې وخوړې خو تېره ورځ یې په ټیسټ سیالۍ کې د سویلي افریقا تکړه لوبډلې ته د درې ورځو په دوران کې ستره ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه د سرېلنکا لوبډلې وکړه چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۲۸۷ منډې جوړې کړې، په ځواب کې سویلي افریقا د تکړه لوبغاړو په ګډون ټولې ۱۲۸ منډې جوړې کړې.

ورپسې سرېلنکا یو ځل بیا توپوهنه پېل کړه چې د ۱۶۱ منډو په لرلو یې نورې ۱۹۰ منډې جوړې کړې، چې ټولې یې ۳۵۱ منډې شوې او سویلي افریقا ته یې د ۳۵۲ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې د سویلي افریقا لوبډله د ۷۳ منډو په جوړولو وسوځېده او سیالۍ یې د ۲۷۸ منډو په ستر توپیر وبایلله.

له بل پلوه ویسټ انډیز بنګلدیش لوبډلې ته په دویمه ټیسټ سیالۍ کې هم ماتې ورکړه، د ویسټ انډیز لخوا بنګلدیش ته د دویمې پاڼۍ له پای وروسته ۳۳۵ منډې هدف وټاکه خو بنګلدیش لوبډلې یوازې ۱۶۸ منډې جوړې کړې او د ۱۶۶ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

له دې وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې ویسټ انډیز لوبډلې په یوې پاڼۍ او ۲۱۹ منډو لرلو سره بنګلدیش لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه.

سویلي افریقا لوبډله د سرېلنکا په کوربه توب او بنګلدیش لوبډله د ویسټ انډیز په کوربه توب سیالۍ ترسره کوي چې تر دې دمه دواړه کوربه لوبډلې کامیابه روانې دي.

که څه هم سویلي افریقا لوبډله د ټیسټ سیالیو تکړه لوبغاړي هم لري، چې په توپوهنه کې هاشم املا او فاف ډوپلیسي، او په توپ اچونه کې د لومړي مقام لرونکی کاګیسو رباډا او ډیل سټین دي، خو بیا هم ونه توانېدل سیالۍ وګټي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د