د فرانسې او کرویشیا ترمنځ د نړیوال جام پایلوبه، څوک به اتلولي ګټي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن په روسیه هېواد کې د فوټبال نړیوال جام پایلوبه ترسره کیږي، چې په کې د فرانسې او کرویشیا لوبډلې مخامخ کیږي.

پایلوبه به د روسیې په پلازمینه ماسکو کې ددغه ښار تر ټولو ستر لوبغالي « لوژنیکي» کې د افغانستان پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې ترسره کیږي، دغه لوبغالی د ۸۰ زرو څخه د زیاتو کتونکو ځای لري.

پایلوبه کې د فرانس او کرویشیا تکړه لوبډلې مخامخ کیږي، چې کرویشیا به د فرانسې لوبډلې زورورو حملو مخه نیسي، ځکه چې فرانسه تکړه حمله کونکي او کرویشیا تکړه دفاعي لوبغاړي لری.

فرانسې لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د بیلجیئم په څېر تکړه لوبډلې ته په یو صفر ماتې ورکړې وه، چې له بل پلوه کرویشیا لوبډلې انګلستان ته په اضافي وخت کې له سختې لوبې وروسته په دوه یو ماتې ورکړې وه.

د یادونې وړ ده چې د تېر نړیوام اتله لوبډله جرمني په روان نړیوال جام کې بدبختانه دویم پړاو ته هم ونه وتله، چې د تېر کال رنر اپ لوبډله ارجنټاین په دویم پړاو کې له فرانسې څخه په ۳-۴ ماتې وخوړه او بهر شوه، همدا ډول د برازیل او اسپانیا په څېر تکړه لوبډلې هم له یاد جام څخه په حیرانونکي ډول بهر شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د