افغانستان

کابل: د پنځمې حوزې امر ټپي او د پغمان د کشف امر وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتي مسؤلین وايي چې د ښار د پنځمې حوزې امر په یوه چاودنه کې ټپي شوی او د پغمان ولسوالۍ د کشف امر په مخامخ برید کې وژل شوی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي د عبدالغفور عزیزي موټر په بادام باغ سیمه کې د ښخ کړل شوي ماین ښکار شو، چې دی پکې ټپي شو.

طالبانو د دواړو پېښو مسؤلیت منلی او ويلي يې دي، د پنځمې حوزې له امر سره يې په چاودنه کې درې پولیس وژلي او هغه مرګونی ټپي شوی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي، چې د پغمان ولسوالۍ د کشف امر عبدالقیوم نن سهار د دوی د غلچکي بریدګرو نښه وګرځيد.

مجاهد زیاتوي نوموړی د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ سیمې په قلعه کاشف کوڅه کې ځای پر ځای ووژل شو.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې دوه ورځې وړاندې د ډاکټر عبدالله عبدالله مشاور نوراغا هم د هغه په دفتر کې د طالبانو تر برید لاندې راغی چې هغه ټپي او یو ساتونکی يې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx