افغانستان

د غزني د ولایتي شورا غړی عبیدالله سادات ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۷ل): تېر ماښام د غزني ولایت د ولایتي شورا برحاله غړی، ”عبیدالله سادات“ د نا څرګندو وسلوالو له لوري د خپل دفتر مخې ته په ډزو ووژل شو.

عبیدالله سادات تر دې وړاندي د پکتیکا ولایت ښاروال تېر شوی.

نوموړی د راتلونکو ټاکنو په لړ کې له غزني څخه ولسي جرګې ته کاندید و.

هغه تېر ماښام د خپل دفتر مخې ته د درې تنو ناپیژاندو وسلوالو له لوري د امنیتی قرارګاه سره په څو مترۍ کې په ډزو وژل شوی دی.

عبیدالله «سادات» د غزني د ولایتي شورا غړی او د ولسي جرګي لپاره نوماند

د غزني د والی ویاند عارف نوري د پیښې پخلی کړی، او وایي چې درې تنو ناپیژاندو وسلوالو عبیدالله سادات د دفتر مخې ته په نښه کړی چې دوه تنه یې له سیمې روغ وتلي او دریم د امنیتي ځواکونو له لوري په نښه شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د وژنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستی.

بلخوا نن سهار ۷ بجې کابل، د کمپنۍ په قلعه کاشف سیمه کې طالبانو په یو ناڅاپي برید کې د پغمان ولسوالۍ د کشف آمر عبدالقیوم وواژه.

همداراز، نن په عین وخت د کابل ښار، سرای شمالي سیمه کې بادام باغ دروازې ته نژدې د پولیسو پر یو رینجر موټر د تکتیکي چاودنې له امله ۳ تنه پولیس مړه او د پنځمې حوزې آمر عبدالغفور عزیزي مرګونی ټپي شو.

د وروستیو دوو پیښو پړه طالبانو منلي خو په اړه یې نور تفصیلات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x